Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له یوه کاله وروسته په کابل کې

له یو تحصیلي کال څخه وروسته کابل ته راستون شوم. او تل مې دا احساس نه کاوه چې له افغانسستان څخه لرې یم،د افغانستان مسایل او چارې مې له نيږدې څارلې مګر له پیوندونو څخه لرې والی یو لړ اغيز درلوده. اصلآ په دغه په یو دود باندې اوښتې ده چې دا ادعا کوي چې دافغانستان اوسنى وضیعت کړکېچن ده له دې نه لس کاله تيرشوي دي کړکېچ مخ په زیاتېدودى. هر کال په افغانستان کې تېریږي یو احساس لاسته راځي چې شاید حالت به ښه نه شي او شاید له بدو به بدتر شي خو حقیقت داسې نه بلکې یوه اندازه توپیر لري .

وضیعت په افغانستان کې تغیر کړی دی خو یواځې د یوشمېر خلکو لپاره ، یو شمېر خلک چې نه شي یې کولای په منتقدانه ډول خبري وکړي اوس ولسي جرګې ته نوماند دى خو په داسې حال کې یو شمیر دغه وړتیا لري او هیله ده چې یو ښه تغیر خلکو ته وروبښي. د نويو او لکسو موټرو تګ راتګ د کابل دښارپه زاړو واټو باندې هغه کسان چې نوي له بهر څخه را ځي په حیرت کې اچوي.

په دغه اونۍ کې دښځو یوه ډله مې دکابل ښار په شپږمه ناحیه کې ولیدلې دغه ځای د ګل خانې په نامه یادېده کله چې لومړنى تنګې کوڅې ته ور دننه شوم د سپتیک د کوهي بد بوی چې ټوله هوا یې ګنده او بوينه كړې وه د یوې شيبې لپاره هم هلته تم کیدل ممکن نه وه ، اما یو ماشوم مې تر سترګو شو چې د هغو اوبو تر څنګ یې داسې لوبې کولې ته به وایې چې په ګل خانه کې دی او یو لړ جرات یې را کړ تر څو مخ پر وړاندې لاړشم دغه تنګه کوڅې پایله یوه دخامو خښتو کوره رسېدلې وه زه یې یوه خاورین کور ته رهنمایي کړم، هغه ځای کې چې له پنځوسو تر شپېتو ښځو ماته د انتظار شېبې یو په بل پسې تېرولې تر څو خپلې ستونځې له ما سره شریکې کړي .

کله مو چې خبرو اترو باندې پیل وکړل یوې ښځې په شکایت پیل وکړ او دسړکونو دناسم وضیعت ، د نجونو لپاره د ښونځي نه شتون د روغتیایي کارکونکو کموالی ، او حتا دوﺉ نه پوهيږي چې په خپله سیمه کې چا ولسي جرګې ته ځان نوماند کړی دی که نه.

کوښښ مې وکړل چې ځان وخوځوم چې زه په د غور یا بامیانو ولایت کې نه یم دغه د کابل د ښار شپږمه ناحیه د هیواد پای تخت دی ، هغه ښار چې په هغه کې د لوړپوړو ماڼیو او انټرنیټي بانکداریو خبري اترې کېږي او د یوشتمې پېړۍ د فنونو دعوا کوي.

زه نسم کولی چې مرسته ورسره وکړم او وپوښتل چې کله د مذهب موضوع رامنځ ته کیږي وژلو ته تیاریږم، اما هغه څه چې په دین کې راغلي دي هغه پاکوالی دایمان یوه برخه ده خو تر سره کوه یې نه ولې د خپل اتووګنځای نه پاکه وﺉ او په دې ته یۍ چې دولت راشي اوستاسو کثافات لرې کړي .

یو شمېر یې چوبې شولې او یو شمېر یې یو بل ملامت ول چې دغه خلک دي چې خپل کثافات له دروازو څخه بهر اچوي او دسپنیک دکوهیو سر نه بندوي. کله مې چې وکیل په هکله ترینه وپوښتل تولو په هغه باندې لعنت ووایه او زیاته یې کړه چې هغه مونږه ته هېڅ کومه پاملرنه نه کوي او یو ناوړه کس دی . ترینه ومۍ پوښتل چې هغه ته مو رایه ورکړې ده ټولو ومنله او وېویل چې دا دویم ځل ده چې هغه ته یې رایه ورکوي چې د دوۍ نماینده شي په داسې حال کې چې دوۍ دهغه په نا وړتیا باندې خواشیني دي.

د خبرواترو په ترڅ کې مې ترې وپوښتل چې تاسو په سیمیزو تصمیم نیولو کې څه تاثیر لرﺉ ؟ دوۍ پوه شول چې دوۍ خپله ددغې ستونزې یوه برخه جوړکړې ده چې په هغه باندې لعنت وایي. یوې له هغو څخه وویل.

ښه .... له دې وروسته د دغې سیمې ښځې د وکیل پروړاندې ودیږي او دهغه دمسولیتونو ځواب ترینه تر لاسه کړي مونږه کولې شو چې لرې کړو او یو غوره کس وټاکو ټولو په یوه غږ سره تاید کړه . یوه ښځه چې په کونځ کې چوپه ناسته وه سر راپورته کړ او وېویل چې راتلونکې وکیله به سیما جانه وي.
دغه پېښه د افغانستان له حالاتو څخه یوه ښه پېلګه ده. دولتي او غیر دولتي ادارو ونشو کولی دغو خلکو ته کار وکړي او کوښښ یې نه دی کړی تر څو پر پښوولاړ او په خبر اترو خلک ومندي .

دغه ادارې دخلکو سره داشان چلند کوي چې ګواکې خلک نا پوه او بې خبره دي هر ټولنه ځان ته خپله وړتیا لري او زه په دې په بشپړه توګه باور لرم چې مونږ افغانان هم ډېره وړتیا لرو چې دافغانستان له اوسني بهران کې ترینه ګټه واخلو آن تر ملت جوړونې او د دهشت ګرو سره په مبارزه کې ، یوه لاره چې په افغانستان کې کې ډېره ګټه وره ده هغه د واک سپارل سیمیزو وکړوته.

له یوه کاله وروسته په کابل کې

له یو تحصیلي کال څخه وروسته کابل ته راستون شوم. او تل مې دا احساس نه کاوه چې له افغانسستان څخه لرې

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه