Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشر غني ته یادونه: افغانستان خپلو مرستو ته اړتیا لري

کابل‎ـ‎افغانستان:که مې کولی شول چې ولسمشر ته یوه یادونه ولیکم، نو ښایې ورته مې ویلي وای: خپلو خلکو ته په روښانه توګه ووایه چې د نورو مرستو تمه دې نه کوي. دوی نه‎شي کولی چې د بهرنیو پر مرستې تکیه وکړي. خپلو هېوادوالو ته سپارښتنه وکړئ چې د افغانستان سولې او ټیکاو په برخه کې دې فعاله ونډه واخلي. دوی ته ووایاست چې کولی شي په دې برخه کې رغنده ونډه ولري او دا کار په سمه توګه کولی شي. دوی ته واوایاست چې حکومت به په دې برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

د افغانستان سیاستوالو، مخکښو پوهانو او خلکو ډېره انرژي او وخت لګولی دی ترڅو نړیواله ټولنه له دوی سره د سولې رسېدو په برخه کې مرسته وکړي.

کله چې زموږ مشران په خپلو خبرو کې ټینګار کوي دا چې افغانستان نړیوالو مرستو ته اړتیا لري، د خلکو له روحیې او سوچ سره همدا ډول احساس تړل کېږي.

ولسمشر په پکتیا کې خلکو ته وویل دا چې جهادي مشران یې د افغانستان جګړې په اړه چې پردۍ پروژه ده متقاعد کړي دي او د هوارۍ لاره یې هم د بهرنیو لارو کېږي. له دې خبرې یې داسې اخیستنه کېږي چې ګواکې نړیوال موږ له دې حالت څخه ژغورلی شي.

ښایې دا ډول خبرې د یوه سیاستوال له‎خوا چې د ولسمشرۍ څوکۍ واګی پرغاړه لري عادي وي. موږ له یوه تجربه‎لرونکي ولسمشر څخه د ځواکمنې مشرۍ تمه لرو چې خپلو هېوادوالو ته د ویاړ او د خپل هېواد د مالکیت احساس ورکړي.

سوله له پولو بهر افغانستان ته نه‎شي راتلی، باید د افغانستان له کلیو راپورته شي. که څه هم په نړیواله کچه د خواخوږیو جلب له جګړې ستړي افغانان نسبي ارامۍ ته ورسوي، خو د پردیو پر مرستو تکیه کول ښه ماموریت نه دی.

د افغانستان ولسمشر کولی شي چې د شلمې پېړۍ امریکايي نامتو خبریال، والترلیپمن څخه د لارښوونې غوښتنه وکړي، دا چې یو ښه مشر هغه کس دی چې خلکو ته د هغوی مسوولیتونه په ګوته کړي.

هغه باید خپلو خلکو ته دا خبرې وکړي:

 که له تاریخي اړخه دې قضیې ته وګورو، په افغانستان کې قبایلي قوانین د دستور بنسټ وه. پيړیو پيړیو قومونو یوازې د خپل ځان لپاره غږ پورته کاوه، د خپل ځان ساتنې، سولې او د خپلې خاورې د ساتنې لپاره پرته له دې چې پر لویو ځواکونو تکیه وکړي.

په اتیایمه لسیزه کې کله چې سره پوځ پر افغانستان یرغل کړی وه، دا عام خلک وه چې د دوی پر وړاندې یې مبارزه کوله او په پایله کې بریالي هم شول. په افغانستان کې د امریکا شپاړس کلن شتون سره ډېر شمېر کلي‎مېشته کسان وه چې له خپلو چمونو یې له بهرني ملاتړ پرته دفاع وکړه.

د پکتیا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې خلک وتوانېدل چې د طالبانو نفوذ مخنیوي کې کار وکړي.

د اتیایمې کلیزې په پای کې طالبان وتوانېدل چې په ډېرې آسانۍ سره د افغانستان کنترول ترلاسه کړي او ژمنه یې وکړه چې د مجاهدینو ټوټه کېدل به پاک کړي. خو کله چې خلک پوه شول طالبانو د بهرنیو نوکران دي نو ډېر وخت کېږي چې د خلکو ملاتړ یې له لاسه ورکړی دی او کوم پروګرام یې هم د افغانستان لپاره نه درلود او هڅه یې د غني او عبدالله د ټاکنو بې ثباتۍ په هڅه کې وه.

غني باید د خلکو او حکومت ترمنځ د باور رامنځته کولو لپاره ډېر وخت ولګوي، ځکه چې سولې او ټکاو ته د رسېدو لپاره د خلکو ملاتړ اړین دی.

په ۱۹۹۶ زیږدیز کال کې مخکې له دې چې طالبان د ترهګریز بنسټ په توګه وپېژندل شي، هغه مهال د دې ډلې یو پلاوی د امریکا کلفورینا په سندیاګو ښار کې وه ترڅو د افغان امریکایانو مرستې راجلبې کړي او له دوی یې غوښتنه وکړه چې د امریکا له کنګرې غوښتنه وکړي تر څو طالبانو په رسمیت وپېژني. زما پلار چې یو ملکي متقاعد مامور وه، پوښتنه یې وکړه چې ایا طالبان د خلکو ملاتړ له ځانه سره لري، که لري یې ویې ویل، نو دوی زموږ ملاتړ ته اړتیا لري، تر نن پورې زما د پلار خبرې زما په یاد دي او راته سمې ښکاري.

د خلکو ګډون ارزښت ته په کتو د پنټاګون پرېکړه کړې ده چې ډېر شمېر کسان وګماري تر څو دوی د افغان ځواکونو تر مشرۍ لاندې په یو شمېر سیمو کې د امنیت تامین دنده ترسره کړي. دا پرېکړه د افغانستان د پوځ افسرانو له هرکلي سره مخامخ شوې ده.

د افغانستان پوځ یوه پخواني جنرال په دې اړه طلوع‎نیوز ته ویلي دي:"هرې ولسوالۍ ته د سرتېرو لېږل د قوانینو او نورمونو له جوړښت سره په ټکر کې دي. د دې پر ځای باید سیمه‎ييز پولیس د خلکو امنیت تامین دنده پر غاړه ولري او پوځ باید یوازې په بېړني حالت کې عمل وکړي."

دوی سم ویلي وه، خو تمه کېږي چې حکومت باید په هر ډول حالاتو کې د دولتي اوشخصي تاسیساتو ساتونکي ووسي. دا هغه مهال روښانه کېږي ، کله چې موږ په کابل کې د شیعیانو پر  جومات د داعش د برید شاهد وو او په کې شل تنه ووژل شول.

حکومت نه‎شي کولی پوځ ته سپارښتنه وکړي چې له ښوونځیو، دوکانونو او جوماتونو ساتنه وکړي. زه خلکو ته سپارښتنه کوم چې یو شمېر کسان مسووله داوطلبان چې په امریکا د اسکاوټ ته ورته ډله ده د دې کار لپاره وګماري. دوی کولی شي چې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ کار وکړي او په سرکونو او پولو کې وګرځې او امنیت تامین کړی.

له سیمه او بهرنیو تمې سیاست له نه بریالي کېدو وروسته پردوی وړتیا نه درلودو تور پورې کولو سره هېڅ ګټه نشته. دا ډول سیاست کولی شي یوازې نورو ته زموږ هیلې اړوندې کړي او سولې ته د هېواد رسېدل ګران کړي.

د بهرنیو هېوادونو څخه د سولې تمه کول ماته د "ویتینگ فار گادات" تر نامه لاندې د سمیول باکیټ ننداره را یادوي چې داسې کس ته په تمه وي چې هغه کله هم نه راځي.

د لږو سرچینو او بشري ځواک سره اسانه نه ده، خو د خلکو او افغانستان حکومت لپاره دا لامل نه‎شي کېدی چې خپل مسوؤلیتونه ونه مني. په پای کې غواړم چې د امریکا د پخواني ولسمشر، جان اف کینیډي دا خبره یاده کړم چې ویل یې:"مه په تمه کېږئ چې حکومت تاسو ته څه ترسره کوي، تاسو له ځانه پوښتنه وکړئ چې څه کولئ شئ."

د کابل د حقوقو د پوهنځی فارغ التحصیل او د هفنګټون پوست د ورخپاڼی سیاسی مقاله لیکوونکی، وهاب رووفي د انګلیسي مقالې ژباړه

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه