Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ ته یادونه: ملت جوړوَنه د افغانستان لپاره د حل لاره ده

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ تګ‎لاره د افغانستان جګړې په اړه خورا مهم او اغېزمن ټکلي لري، خو ټرمپ په خپله نوې کړنلاره کې تېروتنه کړې ده، کله چې یې وویل «موږ نور ملت جوړوَنه نه کوو، بلکې ترهکر له منځه وړو.»

د نوموړي مخاطبین هغه امریکايي وګړي وو چې په افغانستان کې د امریکا له جګړې ستړي شوي دي، هغه جګړه چې تر اوسه نه ده څرګنده کله به پای‎ته رسېږي. خو هغه څه چې افغانستان ورته ډېره اړتیا لري د ملت جوړوَنه ده په دې هېواد کې.

په لومړي سر کې باید اوایم چې دا تګ‎لاره ښه اړخونه هم لري لکه پاکستان  ته د امریکا ولسمشر خبرداری، دا چې دا هېواد نور نشي کولی له ترهګرو ملاتړ وکړي، په داسې حال کې چې دې هېواد میلیارډونه ډالر د خپلو مالیه ورکوونکو څخه له ترهګرو سره د مبارزې په موخه پاکستان ته ورکړي دي.

ټرمپ همداراز ځواکمن پیغام د افغانستان حکومت ته هم ورکړ او هغه دا چې نور د سپینو چکونو وخت تېر شوی دی او ډېر شمېر پيسې چې د افغانستان خلکو مرستې په موخه ورکړل شوې د فاسدو افغان چاواکو او بانکي حسابونو یا د بې‎باکه قراردادیانو جیبونه ته ولاړې. دا ځای دی چې ټرمپ تېروتنه کوي هغه دا چې دی غواړي د تېرو ولسمشرانو په څېر اقتصادي او ټولنیز مسایل له پوځي لارې هوار کړي. تر هغې چې افغانستان یوه مات شوې هېواد پر لور روان وي، د دې هېواد محروم پښت کولی شي چې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو لپاره ښه لاسته راوړنه وي.

د ټرمپ تګ‎لاره د پوځي کره څېړنې پر مټ جوړه شوې ده او په هغې کې ویل شوي دي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو ژر وتنه به د ولسوالکه نظام د نسکورېدو لامل شي او دا کار به دا هېواد نړیوالو ترهګرو روزنې پر ځاله بدل کړي.

خو باید اوایوو چې توپ‎خونې او وژنې نه شي کولي افغانستان په معجزې ډول د ټولینیزو او اقتصادي مسایلو په برخه کې یوه مخکښ هېواد باندې بدل کړي. وسلې او نورې وژنې کولی شي یوازې د دې هېواد ستونزې زیاتې کړي او جګړه اوږده کړي.

که څه هم ټرمپ له ملت جوړوَنې اوږه تشوي، خو تاسو فکر وکړئ که هر کال ۵میلیونه ډالر د پوځیانو او جګړې لګښت پر ځای پر کلنیکونو، سرکونو او بنسټونو ولګول شي، څنګه به وي.

موږ پوهېږو چې امریکا متحده ایالاتونه د افغانستان اقتصادي او ټولنیزو مسایلو تمویل مسوؤل نه دی، خو د افغانستان نسکورېدل په امریکا متحده ایالاتونو کې د ګډودیو په مانا بلل کېږي، نو ولې نن د ترهګرۍ ولیو د له منځه په فکر کې ونه وسو او د دې پر ځای چې د پاڼو لیري کولو په فکر کې ووسو. موږ باید هڅه وکړو چې افغانستان د غیر پوځي سره بیا جوړ کړو.

پوځي غوراوی نه یوازې چې کار نه ورکوي، بلکې ستونزې زیاتوي. وسله او ډزې به ترهګرو ته دا پلمه په لاس ورکوي چې د یرغلګرو پر وړاندې خپل جهاد ته د دوی په وینا دوام ورکړي، او خپلې اډې کلکې کړي.

باید یادونه وشي چې د پوځي عملیاتو پراختیا د ملکي کسانو مرګ‎ژوبله زیاتوي او تر ډېره دامریکا انځور هم ورانوي. د امریکايي ځواکونو زیاتوالي په افغانستان کې کولی شي چې د ګاونډیو هېوادونو سیالي زیاته کړي د  امریکا پر وړاندې حساسیتونه زیات کړي او د ترهګرۍ د پياوړې کېدو لامل شي.

د دې ځواکونو زیاتوالی کولی شي چې د پاکستان او هند تر منځ سیالي زیاته او پاکستان د هند نفور مخنیوي لپاره د طالبانو لا ډېر ملاتړ وکړي.

غیر پوځي مرسته کوي چې تر ډېره ملت جوړوَنې پام وشي، ځکه چې تېرو ۱۶ کلونو کې د ډېرو تاوتریخوالیو او ماتو سره سره بیا هم افغانان امریکا د افغانستان د ملګري هېواد په توګه پېژني نه د یوه یرغلګر په توګه، په داسې حال کې چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې افغانانو روسان د یرغلګرو په توګه پېژندل.

هغه ځوانان چې افغانستان ته د امریکا راتګ پرمهال تنکي ځوانان وو اوس‎مهال کابو شل او یا دېرش کلن دي، دوی د بیا ازادیو او د ژوند حقونو څخه ګټه پورته کړې ده. ښځې اوس د کابینې او پارلمان غړو په توګه کار کوي، خو د طالبانو رژيم پرمهال چا داسې فکر نه کاوه. امریکايي ارزښتونو په افغانستان کې ولي کړي دي او موږ تر اوسه پورې د دې شاهد نه یوو چې چا پر سرکونو د امریکا او افغانستان حکومت پرضد لاریون کړی وي.

نوي پښت له حقیقت سره آشنا دی او نه غواړي چې شا ته تګ وکړي، دوی غواړي خپلې لاسته راوړنې وساتي او دا د امریکا د غیر پوځي پایله ده. ناټو یو شمېر ځواکونو او سولې ترمنځ د افغانستان په یو شمېر کلیوالي سیمو کې همغږي نشته. په ځانګړې توګه هلمند کې‎ـ چېرته چې ډېر شمېر بهرني ځواکونه وو، په هغو سیمو کې چې بهرني ځواکونه نشته د تاوتریخوالیو کچه ټېته ده، په دې سیمو کې خلکو خپلې ستونزې هوارې او هڅه یې کړې ده چې د طالبانو پر وړاندې جګړه وکړي.

په افغانستان کې د راپورونو له مخې د پکتیا په میرزکې ولسوالۍ کې قومي مشرانو پرېکړه کړې ده، هغه کسان چې له طالبانو ملاتړ کوي او یا ورته پناه‎ ورکوي جریمه شي، او هغه کسان چې دا حکم نه مني کورنه یې سوځول شوي دي.

نو ښاغلی ولسمشر ټرمپ! ځمکني واقعیتونه دا ښکاري کوي چې تاسو د پوځي غوراویو پر ځای د ملت‎جوړونې لور ته ولاړ شئ. دا کار به له سیاسي پلوه د امریکا متحده ایالاتونو لپاره ګران وي ځکه چې امریکايي مالیه‎ورکوونکي د افغانانو لپاره کار کوي په داسې حال کې چې حکومت یې په کور کې داسې کار کوي. باید یادونه وشي چې امریکا له نړیوالې جګړې وروسته په آلمان او جاپان کې هم ملت جوړوَنه وکړه او دا کار د یوه امن نسل لامل شو او تر اوسه امن شته.

خو افغانان باید پر دې پوه شي چې دا کار به د یوه وخت وړیا ډوډۍ نه وي. که دوی د اصلاحاتو او له فساد سره په مبارزه کې بریالي نشي، د امریکا ټولې لګول شوې پېسې به هسې لاړې شي.

افغانان باید لا ډېره قرباني ورکړي او خپل مالي بنستونه تر دې هم کلک کړي تر څو امر یکا له دوی سره لا زیاتې مرستې وکړي.

د بمونو مور استعمال کولی شي چې ډېر شمېر ترهګر ووژني، نشي کولی چې اصلي مسایل پای‎ته ورسوي.

د کابل د حقوقو د پوهنځی فارغ التحصیل او د هفنګتون پوست د ورخپاڼی سیاسی مقاله لیکونکی،  وهاب رووفي د انګلیسي مقالې ژباړه

«باید یادونه وکړو چې توپ‎خونې او وژنې نه شي کولي افغانستان په معجزې ډول د ټولینیزو او اقتصادي مسایلو په برخه کې یوه مخکښ هېواد باندې بدل کړي. وسلې او نورې وژنې کولی شي یوازې د دې هېواد ستونزې زیاتې کړي.»

شریک یي کړئ