Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په افغانستان کې د خبرو اترو اساس

د سولې مطالعاتو د برخه د یوې محصلې په توګه د تاوتریخوالي د مهارولو په اړه هر ابتکار زما لپاره د پام وړ موضوع ده. تیره ورځ مې یو رپوت ولوست چې پکې راغلي و چې د امریکا متحده ایالاتو له طالبانو سره مخامخ خبرو کولو ته تیاری ښودلی دی.

دې رپوټ په دریو دلیلونو زما پام ځان ته ور واړاوه.

۱ - د دې خبرو ګډون کوونکي لوبغاړي څوک دي؟ آیا امریکا د سولې په خبرو کې یوه لوبغاړې ده، د مرکچي رول لوبوي، د منځګړې رول لري که دا ټول.

۲ - په دې بدلون کې افغان حکومت او افغانان څه ډول رول لري؟

۳ - آیا د طالبانو په منځ کې به داسې څوک واوسي چې د دغې ډلې د اوږدمهاله موخو په ننګولو سره له امریکا سره مخامخ خبرو ته حاضر شي؟

د ملي پخلاینې او سولې خبرو په اړه د اوسنۍ اوضاع په ارزولو سره، زما اندیښنه ډیره شوه، تر دې چې د دغه بهیر په اړه خوشبینه واوسم. خو اندیښنه د څه لپاره؟

د لوبغاړي، منځګړي او مرکچي پیژندل د شخړو د اواري لپاره د خبرو لومړی قاعده جوړوي او دغه راز د هغه احزابو تر منځ چې په دې شخړو کې رول لوبوي، د توپیر قایل کیدل دي. څو ډاډ حاصل شي چې د خبرو اترو بهیر ټول شموله او شفاف دی.

که په افغانستان کې د خبرو اترو تاریخ ته وګورو، د دې بهیر د جامع توب عامل یا ټول شمول والی کمزوری شوی دی. په ډیری مواردو کې هغه ډلې چې د خبرو اترو پر میز حاضرې نه وې، تر اوسه یې تاوتریخوالي او جګړې ته دوام ورکړی دی.

د مثال په توګه په کال ۱۹۸۸ کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او شوروي اتحاد د حکومتونو تر منځ د نه لاسوهنې په اړه د ژینیف تړون لاسلیک شو، چې ملګرو ملتونو د ښکیلو غاړو تر منځ د منځګړي رول لوباوه، خو ویې نشو کړای چې ښکیلې خواوې د خبرو اترو میز ته حاضرې کړي.

مجاهدینو د هغه وخت حکومت پر وړاندې چې پخوانۍ روسیې یې ملاتړ کاوه، جګړه کوله او د ژینیف په تړون کې یې ګدون نه درلود. خلک په هیواد کې د ډیرو خونړیو جګړو شاهد و او مجاهدینو د هغه مهال حکومت رانسکور کړ، خو د واک له ترلاسه کولو وروسته په خپل منځي جګړو اخته شول.

د خبرو اترو په اړه تیرو تجربو ته په پام سولې ته د رسیدو او جګړې د پای ته رسولو پخاطر د دغو ټکو ځایول یو حیاتي امر ګڼل کیږي. له همدې امله په کومه کچه چې له طالبانو سره د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره خبرې کول مهم شمیرل کیږي، په هماغه اندازه دې بهیر کې د افغانستان د خلکو، دولت او سیاسي ګوندونه لکه حزب وطن، حزب دموکراتیک خلق افغانستان او شمال ټلوالې مشرانو ورګډول د دوامداره تاوتریخوالي او کورنۍ جګړې د مخنیوي لپاره مهم ګڼل کیږي.

د افغان حکومت له ګډون پرته د امریکا او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو پیلول ددې بهیر خلا جوتوي. د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې اوسنۍ خبرې په بهر کې شکل نیسي چې دغه کار افغانستان له دې بهیر څخه څنډې ته کړی دی.

د دغه بهیر ټول شمول والۍ د شخړو د هواري او سوله ایزو خبرو اساسي لامل بلل شوی دی، له همدې امله لکه څنګه چې دغه بهیر له طالبانو سره د سولې خبرو او په هیواد کې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره ډیر مهم دی په هماغه کچه سیاسي غاړو، ولس او افغان حکومت ونډه درلودل هم پکې مهم شمېرل کیږي.

په ملي شورا کې د خلکو استازي هم د سولې بهیر په اړه خوښ نه ښکاري او د افغان حکومت له خوا د ادغام مجدد بهیر هم ټول شموله نه و. لکه څنګه چې د طالبانو او امریکا تر منځ د بندیانو د تبادلې موضوع د امریکا متحده ایالاتو په کانګرس کې د بحث وړ موضوع وه، ورته فرصت باید د افغانستان ملي شورا ته ورکړل شوی وای چې د ملي پخلاینې او د سولې خبرو په اړه بحث وکړي.

خو تل پاتې سولې ته د رسیدو لپاره د ملي شورا او مدني ټولنو ونډې د هغه ولسواکۍ په غښتلي کیدو کې چې بنسټ یې په هیواد کې دولس کاله وړاندې د نړیوالې ټولنې لخوا کیښودل شو، مرسته کولای شي.

په پای کې بیا هم یادونه کوم چې له طالبانو سره د خبرو بهیر به هغه مهال بریالی وي، چې د مدني ټولنو، افغان حکومت، سیاسي او ټولنیزو اړخونو په ګډون ټولې خواوې په کې ګډون ولري او په پای کې ویلای شو چې د ملي پخلاینې اوسنۍ او سولې د خبرو اوسنۍ بهیر به یواځې د وخت ضایع کول وي.

په افغانستان کې د خبرو اترو اساس

د سولې مطالعاتو د برخه د یوې محصلې په توګه د تاوتریخوالي د مهارولو په اړه هر ابتکار زما لپاره د پا

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه