Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په افغانستان کې د فوټبال راتلونکی

د سویلي آسیا د فوټبال د اتلولۍ په سیالیو کې د افغانستان د ملي لوبډلې بریالیتوب د هیواد د فوټبال په تاریخ کې ستره بریا ګڼل کیږي. دغه راز د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو کې د المپیک په سیالیو کې د روح الله نیکپاه لخوا د زیړو مډالونو ترلاسه کول د ورزش په برخه کې سترې لاسته راوړنې بلل کیږي.

کوم څه چې دغې اتلولۍ ته ډیره ځانګړتیا وربخښي هغه دا چې افغان لوبډلې د سویلي آسیا د هیوادونو په کچه په فوټبال کې لومړی ځای خپل کړ. په ۲۰۰۹ کال کې افغانستان په یادو سیالیو کې درې واړې لوبې بایللې وې، خو دوه کال وروسته د دغو سیالیو نیمه پایلوبې ته لاره ومونده. خو په پایلوبه کې له هند څخه څلور په صفر ماتې وخوړه. دغې لوبډلې د فوټبال فدراسیون په نړیوال نوملړ کې ۱۳۹ مقام خپل کړ، خو په دې اونۍ کې په دغه نوملړ کې اووه ګامه نور پرمختګ وکړ.

دغه بریالیتوب د افغانستان د فوټبال لوبډلې روزونکي له هڅو او ملي لوبډلې ته په بهر کې د میشتو افغان فوټبال لوبغاړو له جذبولو سره تړلې ده.

د فوټبال ملي لوبډلې ډیری لوبغاړي چې د سویلي اسیا د اتلولۍ په سیالیو کې ګډون کړی و له خپلو کورنیو سره په بهر کې اوسیږي. دوی د بهرنیو هیوادونو په ورزشي کلپونو کې لوبیږي. د مثال په توګه افغان ګول ساتونکی، فقیر یار په جرمني، مصطفي هدید په جرمني، اسلام امیري په هندي، یوسف مشرقي په متحده ایالتونو، مٍصطفی آزادزوی په جرمني، سنجر احمدي په جرمني، بلال آرزو په د ناروې د فوټبال په کلپونو کې لوبې کوي.

د فوټبال ملي لوبډلې وروستۍ بریاوې د افغانستان د فوټبال د راتلونکي لپاره دوې معنی لرلی شي. لومړی دا به هغه فوټبالیست افغانان چې په بهر کې اوسیږي د فوټبال له ملي لوبډلې سره یو ځای کیدو ته وهڅوي. د فوټبال ډیری مینه وال هیله من دي چې یوه ورځ به شل کلن مصطفی امیني چې دمګړۍ په جرمني کې د مکا بوروسیا دورتموند کلپ لپاره لوبه کوي، یوه ورځ د ملي لوبډلې په ګټه لوبه وکړي.

له بلې خوا دغه بریا به د افغانستان د فوټبال فدراسیون وهڅوي چې په اوږدمهال کې د دا شان بریاوو د تضمین لپاره کورني استعدادونه وروزي.

په افغانستان کې د فوټبال راتلونکی

د سویلي آسیا د فوټبال د اتلولۍ په سیالیو کې د افغانستان د ملي لوبډلې بریالیتوب د هیواد د فوټبال په

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه