Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

که ژمنې عملي شي د افغانستان راتلونکی روښانه دی

افغانستان په تيرو يوولسو کلونو کې د نړيوالې ټولنې په ملاتړ د پام وړ پرمختګ کړی او ددې هيواد راتلونکی دومره تياره ندی چې په اړه يې فکر کيږي.

 د خود کفایی په لور

نړیواله ټولنه به په دوامداره توګه په افغانستان کې د ټیکاو د ټینګښت لپاره خپله ونډه ترسره کړي.

په ۲۰۰۱ میلادي کال کې افغانستان د خپل تاریخ یو نوی پړاو ته داخل شو چې تر هغې را پدیخوا یې اوږده لاره وهلې ده .

افغانانو د خپلو نړیوالو مرستندویانو سره یوځای د ښونې او روزنې، د خبري رسنیواوبیان ازادی، حفظ الصحې، اقتصادي پیاوړتیا، د ارتباطي تکنالوجی، سیمه ایزو همکاریو او په ټوله کې د دیموکراسی په برخه کې لوی پرمختګونه کړیدي.

البته د امنیت،ښه حکومتداری،قانون حاکمیت، اداري فساد او تل پاتې انکشاف په برخه کې ستتونزې لا شته دي چې باید ورته د حل لاره پیدا شي. اما هر هغه هیواد چې درې لسیزې جګړې ځپلې وي نشي کولای په یوه لیسزه کې خپلې ټولې ستونزې حل کړي.

مونږ په ۲۰۰۱ میلادي کال کې له یوه خرابې مرحلې پیل کړیدی او نیکمرغه یو چې نن د ښه حکومتداری اوثبات په اړه خبری کؤو.

لس کاله مخکې د حکومتی اداراتو ، د ملي اردو او ملي پولیسو د جوړولو په اړه خبرې کیدې خو نن د قانون حاکمیت، بشري حقونو، د ښځو حقونو او د ملی اردو او ملی پولیسو د پایښت او وړتیاوو په اړه خبری کؤو.

نن د پرمختګ، اقتصادی پرمختیا،عالی تحصیلاتو او سیمه ایزو همکاریو په اړه خبری کؤو چې د داسې مهمو اهدافو په اړه خبرې کول د پرمختګ ښکاره نښه ده .

اوس افغانستان د لسو کالو پخوا په څیر نړی ته د یوه ګواښ هیواد په توګه نه دی .لس کاله پخوا افغانستان یووران هیواد ؤو، خو نن په رسمیت پیژندل شوی، د اساسي قانون درلودونکی ،د ټاکل شوی خکومت او ټاکل شوی پارلمان او اداراتو در لرونکی هیواد دی.

اوس دا هیواد د یو دیموکراتیک سیستم لري چیرته چې خلک د سیاسي او ټولنیزو موضوعګانو په اړه خبرې اترې کوي کوم چې تر دې پخوا هیڅکله یې امکان نه ؤو.

افغانستان همدارنګه د انرژی او منرالونو د طبعی زیرمو لرونکی دی چې تر یو تریلیون دالرو پورې تخمین شوی.

دغه بډایه طبعی زیرمې کولای شی افغانستان د سیمې په کچه د یوه بډای هیواد په توګه را څرګند کړي. خو د دغو زیرمو را ویستل او د افغانستان او نړی په ګټه تری کار اخیستل یوه غوره مدیریت ته اړتیا شته. چې افغانستان په دې اړه د نړیوالوهمیشنیو مرستو او وړتیاؤو ته ډیره اړتیا لري.

البته ډیره لاره لا تر مخه شته افغانستان اوس هم یو بشپړ هیواد نه دی او ملت جوړونه یو اوږدمهاله کار دی. ډیرشیان د دې هیواد لپاره نوی دي .

دیموکراسي په دې هیواد کې تر اوسه د بلوغ پړاو ته نه دی رسیدلی ، د بشر حقوقو او ښځو د حقوقو مفاهیم تر اوسه هم په غوره توګه پراختیا نه دی موندلی.

د دریو لسیزو دیکتاتوری،افراط ګرایی او کمونیستی رژیمونو له تیریدو وروسته د دیموکراسی د فرهنګ نوی ژوندی کیدنه،سوله او ثبات د دې هیواد خلکو لپاره ډیر وخت نیسي.

نړیوالې مرستې

د سپتامبر له تروریستی حملاتو وروسته نړیوالې ټولنې او د ناټو پیمان له ترورویزم سره د مبارزې په پخاطر او د دغه هیواد خلکو سره د مرستې او د دې هیواد د بیا رغاونې لپاره دې جنګ ځپلي هیواد ته راغلل.

زه باوري یم لس کاله پخوا هیچا دا فکر هم نشو کولای چې افغانستان دې داسي مقام ته ورسیږي چې د غرب قدرتمندو هیوادونو سره اږدمهاله ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړي او دا هیوادونه دې د افغانستان د شریکانو په توګه وپیژندل شي.

افغانستان له فرانسې،ایتالیې،جرمني،استرالیا،انګلستان، د امریکی متحده اماراتو،هند ،چین او ناټو سره د همکاری اږدمهاله تړونونه لاسلیک کړیدي.

او په پام کې لري چې د نړی له نورو هیوادونو سره هم د همکاری دوه اړخیزتړونوونه لاسلیک کړي چې داټول په څرګند ډول د تیرو لسو کلونو د پرمختګ نښه ګنل کیږي.

سره لدې چې له ۲۰۰۱ میلادي کال څخه د مخه افغانستان د نړی د ډیرو هیوادونو لخوا په رسمیت پیژندل شوی ؤو خو اوس دغه هیواد له ډیرو هغو هیوادونو سره چې پخوا به د دښمن په توګه پیژندل کیده اوس مهال سره همکاران دي او سره یوځای د تروریزم په وړاندې مبارزه کوي.

نور نو افغانستان یو ماتیدونکی دولت نه دی بلکه د نړی په کچه په رسمیت پیژندل شویدی چې داټول يې د یوې لسیزې په تیریدو د خپلو نړیوالو شریکانو په مرسته ترلاسه کړی.

په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د ناټو د سرمشریزو له ناستې وروسته چې د پرتګال هیواد د لیسبون په ښار کې وشوه افغانستان د خپل تاریخ بل نوی پړاو ته داخل شو.

په دې ناسته کې د افغانستان حکومت د ناټو له ایتلاف سره د امنیتی ځواکونو د لیږد په اړه جوړجاړی ته ورسید چې له مخې به یې د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته د امنیتی ځواک مشری به له نړیوالو ځواکونو څخه افغان امنیتی ځواکونو ته لیږدول کیږي چې دا کار د بل پرمختګ ښکارندوی دی.

کله چې د افغانستان حکومت له نړیوالو ځواکونو څخه افغان امنیتی ځواکونو ته د واک د لیږد مسؤلیت اخیستلو غوښتنه وکړه ډیرو بحثونو او ګوت نیوکو سره مخامخ شو.

طبیعی ده چې د داسې هیواد د امنیتی واک د مشری مسؤلیت منل چې په یوه لیسزه کې پر نړیوالې ټولنې متکی ؤو اسانه کار نه دی خو اوس ډیر په دې نظر دي چې افغانان د۲۰۱۴ کال ترپایه او حتی تردې دمخه د امنیتی مسولیت د اخیستلو توان او وړتیا لري.

افغانان دخپلو امنیتی قوتونو په مورال او وړتیا باور لري کوم چې د نړیوالو امنیتی ځواکونو څخه يې افغان امنیتی ځواکونو ته د واک د لیږد وړتیا له ځانه ښودلي ده .

د واک د لیږد بهیر په بریالیتوب سره پرمخ ځي او د افغانستان امنیتی ځواکونه د دې هیواد د اکثرو اوسیدونکو امنیت ټینګوی.

د واک د لیږد بهیر تر پایه له دؤو کلونو ډیر وخت شته او افغانان باوري دي چې که چیرې د واک لیږد په همدې ډول روان وی بریالی به وی او افغانان به د دې توان ولري چې د تروریستانو او ډار اچونکو پر وړاندې د خپل هیواده ساتنه وکړي.

په تیرو درې لسیزو کې تروریستانو،افراط ګرایانو،جنګ سالارانو او کمونستانو د خلکو هیلې او ارزوګانې له منځه وړی وې.

اوسمهال هم ځینی خلک بیا غواړی د واک د لیږد په اړه منفی نظریات خپاره کړي او دغه بهیر د ویرې په اچولو چې د لیږد په بهیر کې او یا له هغه وروسته به امینت خراب شی زیانمن کړي.

د هغوې دغه تبلیغات د ځینو خلکو په منځ کې د دیموکراسی د راتلونکي او د خپلمنځی جنګونو د را پیدا کیدو لپاره د انديښنې سبب شویدی.

اما د ناټو او امریکا متحده ایالاتو سره اږدمهاله ستراتیژیکې اړیکې په دې هیواد کې د امنیت او سیاسی ثبات تضمین کونکی دی .

د واک لیږد هم د افغانستان همسایه هیوادو نو او هغو هیوادونو ته چې په دې کچه د ناټو عسکرو د شتون په اړه اندیښمن دی یو ښه پیغام لري. د نړیوالو عسکرو شمیرکې به په راتلونکو دوه کلونو کې د پام وړ کموالی راشی.

همدارنګه د امنیتي واک لیږد به د شورشیانو درواغجن مشروعیت هم له منځه یوسي د سولې او نوی یوځای کیدنې بهیر به چتک او سیمه ایزو همکاریو او تجارتی تړونونو د لاسلیک کولو لپاره به زمینه برابره کړي او د دې اطمنان به ورکړي چې دواک د لیږد څخه وروسته به دې هیواد ته بې ثباتي او هرج مرج بیرته نه راګرځي.

د واک د لیږد د بریالیتوبونو د ساتنې په منظور د افغانستان هیواد د بن په دوهم نړیوال کنفرانس کې چې د ۲۰۱۱ کال د دسامبرپه میاشت کې جوړه شوی وه د بدلون لسیزې لپاره د نړیوالو مرستو غوښتنه وکړه او دا غوښتنه ددې ښکارندوی دی چې افغانان د واک دلیږد په بهیر باور لری او د بدلون د لسیزي لپاره سترګې په لار دي.

اوسنی کړنلاره یوه غوره کړنلاره ده او په افغانستان کې ټولې چارې په نسبتا ښه ډول پرمخ وړل کیږي او خلک اوسمهال د خپل ځان اوهیواد د راتلونکی جوړولو په فکر کې دي.

د واک د لیږد په بهیر کې او تر هغه لا زیات د ناټو او نړیوالې ټولنې ژمنې د دې ښکارندوی دی چې دا هیواد به ډیر ښه او روښانه اینده ولري. لدې سره سره چي افغانستان به یو بشپړ او کامل هیواد نه وي خو د تیرو دریو لسیزو په پرتله به د یوه ډیر غوره موقف درلودونکی وي.

راتلونکی چوکاټ

ناټو د می د میاشتې په وروستیو کې په شیکاګو کې یو ناسته ترسره کړه چې دافغانستان د راتلونکی لپاره یو سرنوشت ټاکونکی ناسته وه.

شپيته تنو په شاوخوا کې د دولتونو استازی، د ملګرو ملتون سازمان،او نړیوال سازمانونه په دې ناسته کې برخه اخیستې وه چې ټولو د افغانستان په اړه خپلې ښکاره ژمنې اعلان کړې.

د ډیرو هلو ځلو سره سره افغانستان او س هم د خپل راتلونکې لپاره یوه بشپړه او مکمله طرحه نلری کوم چې د نړیوالې ټولنې ملاتړ په یوه چوکاټ کې راولي لکه د دوهمې نړیوالې جګړې څخه وروسته چې د اروپا د بیا رغاونې لپاره د مارشال طرحه تر لاس لاندې ونیول شوه.

مهمه نده چې په افغانستان کې دې هم د مارشال طرحه پلی شي خو مهمه داده چې باید د نړیوالو مرستې او ملاتړ د یوه سازمان شوی میکانیزم پر اساس چې لومړیبونه ،ځواب وینه او شفافیت پکې په نظر کې نیول شوی وي سره همغږی شی.

د۲۰۱۲ میلادي کال د جولای په میاشت کې په جاپان کې د افغانستان لپاره د توکیو کنفرانس جوړ شو چې د دغه هیواد د ملاتړ لپاره یې ډیرې ژمنې ترلاسه کړې.

د ګواښونو کچه لوړه ده.افغانستان یواځې د تروریستانو او شورشیانو له ګواښ سره مخامخ نه بلکه اداري فساد، د مخدره توکو کښت او قاچاق هم له هغوجدي ستونزو څخه ده چې په نوموړې هیواد کې پر امنیت او ټیکاو خپله اغیزه لري.

افغانستان د اداري فساد سره د مبارزې ،د مخدره توکو د تولید او قاچاق په برخه کې هم نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

د دیموکراسی د ټینګښت، ښه حکومتداری او د تیرو لسو کلونو د لاسته راوړنو د ساتنې په موخه باید د افغانستان دولت او نړیواله ټولنه سره یوځای په یو چوکاټ او ستراتیژی کار وکړي.

د نړیوالې ټولنې د تعامل تعریف هم په دې هیواد کې یوه مهمه موضوع ده چې لا روښانتیا ته اړتیا لري.

د امریکې متحده ایالات په دې هیواد کې د مسؤلیتونو مهمه برخه په غاړه لري اما د افغانستان او امریکې نور نړیوال شریکان او نړیواله ټولنه باید خپل نقش او ګډون په دې هیواد کې تعریف او پر خپلو ژمنو ټینګ پاتې شي.

د افغانستان دولت د قوی اردو او پولیسو د لرلو،هوایی ځواک ترلاسه کولو اود امنیتی ارګانونو د روزنې لپاره څوڅو ځله غوښتنه کړي خو ډیری ځل یې دغه غوښتنه غلط تعبیر شویدی.

د افغانستان غربی ملاتړي او همسایه هیوادونه اندیښمن دي چې دغه هیواد کیدای شی خپل قوي اردو د پاکستان پر وړاندې وکاروي خو دا ریښتنې سناریو نده.

د واک دلیږد له بهیره وروسته افغانستان د تروریزم سره د مبارزې لپاره د یوه قوی اردو او منځنی کچې هوایی ځواک ته اړتیالري. قوی او وړتیا لرونکی امنیتی ځواک د افغانستان لپاره د با امنه افغانستان او ډیر امن لرونکی جهان په معنی دي.

. افغانستان دارای نیروی امنیتی قوی و توانا به معنی یک افغانستان امن و جهان امن تر میباشد.

نړیواله ټولنه او د افغانستان دولت باید مدني ټولنه ، احزاب او غیر نظامي اړخونه هم له پامه ونه غورځوی.

ټول دا مني چې افغانستان د نظامي حل څخه لا ډیر سیاسی او مدني حل ته اړتیا لري نو د دې هیواد ستونزه یوه سیاسی او مدني حل غواړي په همدي بنسټ باید نړیواله ټولنه د یوه تعادل په نظر کې نیولو سره له نظامي او غیر نظامي خواؤو ملاتړ وکړي

خلاصه دا چې که نړیواله ټولنه د افغانستان د ملاتړ لپاره یوه همغړی او پایداره اږدمهاله پلان جوړ او پخپلو ژمنو ولاړ پاتې شي او د افغانستان دولت هم خپل مسؤلیتونه په ښه ډول درک او اجرا کړي نو د تیرو لسو کلونو لاسته راوړنې به وساتلی شي او افغانستان به نه یواځې یو هوسا راتلونکی ولري بلکه پر دې به وتوانیږي چې په نړیواله کچه د سولی او امنیت لپاره مرسته وکړي.

دغه مقاله د لومړي ځل لپاره د نړیوال امنیت د څیړنې مرکز مارشال سنتر له خوا په انګلیسي او روسي ژبه خپور شویدی.

ليکوال : د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د افغاني شبکې عمومي رییس محمد شفیق همدم

افغانستان په تيرو يوولسو کلونو کې د نړيوالې ټولنې په ملاتړ د پام وړ پرمختګ کړی او ددې هيواد راتلون

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه