Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني او نرندرا مودي د سلما بند پرانیست

د هرات ولایت سلما بند نن شنبه ( د غبرګولي۱۵مه) افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړی وزیر نرندرا مودي له خوا په هرات ولایت کې پرانیستل شو.

د سلما برېښنا بند جوړولو باندې ۳۰۰میلیونه ډالره لګښت راغلی چې د هند له خوا ورکړل شوی دی.

دغه چې د هریرود په سیند باندې جوړی شوی، د هرات ولایت د چشت په ولسوالۍ کې پروت دی او ټاکل شوې ده چې له برېښنا څه یې زرګونه کورنۍ برخه‎منې شي.

یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې که حکومت دغه ډول پروژې تر لاس لاندې ونیسي نور ډېر شمېر کسانو ته به د کار زمنیه برابره شي.

دغه بند ۲۰ کیلومتره اوږدوالی او درې کیلومتره سور لري،د ۶۴۰ متر مکعبه اوبو د زیرمه کولو ظرفیت لري او د ۴۳ میګاواټه برېښنا تولید سره به ۴۰ زره کورنۍ به یې له بر‎ېښنا برخه منې شي، د دې ترڅنګ به ترې ۸۰ زره هکتاره ځمکه خروبه او ۵۰ زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.

ولسمشر اشرف غني د یاد بند د پرانیستنې پر مهال د هند لومړي وزیر، نرندرا مودي ته ښه‎راغلاست وویل او د دغه هېواد له همکاریو څخه یې مننه وکړه.

ده وویل چې د هند مرستې سره د افغانستان هغه هیله چې ځلور لسیزې یې په تمه وو، رېښتینې شوه.

ښاغلي غني وړاندې له هند څخه د سلما بند د رغولو او د افغان ځواکنو څخه د دغه بند د امنیت تامین له امله مننه وکړه.

غني وویل:«افغانستان له هند سره دوامداره او اوږده اړیکه لري چې په دې لړ کې میلیونونه د اړیکې ټکي شته دي.»

ده همداراز څرګنده کړه چې هرات د هجري لسمې پېړۍ څخه را په دې‎خوا اته ځله وران شو خو هر ځل یې سر له ورانیو پورته کړ، او خپل عظمت یې د تاریخ پروړاندې ښکاره کړ.

ولسمشر زیاته کړه:«د هند دولت مرسته د افغانستان هند، سلما، د چشت شریف، د هرات سره د هند زړې اړیکې نوې کول، او اوس اړیکه د افغانستان او هند ترمنځ د ملت او دولت ترمنځ ده.»

ولسمشر وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د هند له کابو۲۰۰ وړو او لویو پروژو له پلې کولو یادونه وکړه چې په کې افغان ځوانانو ته د زده‎کړو په برخه کې د بورسیو ورکړه هم ده.

ولسمشر غني د افغانستان او هند د دوستۍ بند به افغانستان کې د هند د لویو پروژو نوی نسل وباله.

ښاغلي غني څرګنده کړه:«افغانستان به په دغه ځای کې ونه دریږي. موږ له ستونزو سره سره بیا هم هوډ لرو چې پر مخ ولاړ شو. دا ارده د دغه خاورې په هر بچي کې شته.»

ولسمشر هېوادوالو ته زیرۍ ورکړ چې د افغانستان او هند د دوستۍ بند د نورو بندونو جوړولو لپاره د یوې لړۍ پیل دی.

وروسته له هغې د هند لومړي وزیر، نرندرا مودي د افغانستان د خلکو سخاوت خپل ویاړ وباله.

ده وویل چې دا شیبه نه یوازې د افغانانو بلکې د هند خلکو لپاره هم له احساس څخه ډکه ده.

ښاغلي مودي وویل چې دا پروژه نه یوازې په هرات ولایت کې ۵۶۰ کلیو ته اوبه برابروي، بلکې ۲۵۰ زره کورنیو ته برېښنا هم ورکوي.

د هند لومړي وزیر زیاته کړه، افغانانو د دغه پروژې خوب په ۱۹۷۰ کال کې لیدلی وه، خو جګړې او نا امنۍ یې خنډ شوې او د یوه هېواد ترڅنګ یې یو نسل هم زیانمن کړ.

مودي ټینګار وکړ، جګړې او نا امنۍ به د افغانانو هغو هیلېو پرمخ خنډ نشي چې دوی يې د خپلې روښانه راتلونکې لپاره لري.

مودي د سولې په اړه وویل چې افغانانو د هغو کسانو سره د سولې لاره غوړه کړې ده چې غواړي د نورو په مرسته دغه هېواد نا امنه کړي.

ښاغلي مودي د خپل هېواد ملاتړ د کابل، کندهار یا هرات پورې نه لنډوي او وايي چې زموږ ملاتړ به ټول افغانستان کې پراخ شی.

د هند لومړي وزیر له افغانانو غوښتنه وکړه چې په اتفاق کې ژوند وکړي ځکه چې د دوی ترمنځ بیلوالی د نورو په ګټه دیږ

ده زیاته کړه: «د افغانستان پر مختګ د هند د هر وګړي هیله ده. موږ د امنیت، اقتصاد او نورو برخو کې د افغانستان د پرمختګ غوښتونکي یوو.»

ښاغلي مودي وړاندي وویل: «موږ پوهېږو چې نور ستاسو راتلونکې لپاره ښه نیت نلري خو ستاسو اراده پیاوړې ده او خپلو هېلو ته به ورسېږئ.»

دا په اسې حال کې ده چې څه موده مخکې د افغانستان د پارلمان ودانۍ د هند په مرسته جوړه او د هند لومړي وزیر، نرندرا مودي له‎خوا کابل کې پرانیستل شوه، دغه کار د افغانانو د هرکلي وړ وګرځید.

د هرات ولایت سلما بند نن شنبه ( د غبرګولي۱۵مه) افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړی وزیر نرند

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه