د اپل شرکت تېره شپه(سېشنبې د وري۷مه) د امریکا متحده ایالاتونو په شیکاګو کې له خپل نوي آیپډ څخه چې د ښوونځیو زدهکوونکو لپاره دی، مخکتنه وکړه.
دا آیپډونه د ۲۹۹ ډالرو په ارزښت بازار ته وړاندې شوې دي.
د اپل شرکت مشر، تیم کوک د مخکتنې پر مهال ادعا وکړه چې د مک کمپیوټرونه، د «کوپرتینو» آيپډونه د موسقي، هنرونو او روباتیکو پرمختګونو په برخه کې تر ډېره زدهکوونکي کاروي.
نوی بازار ته وړاندې شوي آیپډونه ۹،۷ اینچه اندازه لري او د «اپل پنسل» سره ښه اړخ لګوي او خلک کولی شي چې اپل پنسل په جلا ډول ۹۹ ډالره ترلاسه کړي.
ویل کېږي چې کمره یې ۸ میګا پکسله ده او بتري یې ۱۰ ساعته چارج ساتي.
د دې آیپډونو صفحه کولی شي چې نور اپلیکیشنونه هم په وکارول شي.
آپل اپلیکشن هم ځانګړی ډول دی چې ډېر مینهوال لري او د هغې په مرسته پاڼو کې د پېڅو لیکنې زمینه برابروي.