Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له سیاسي کړکیچونو لیري د روسیې او امریکا ترمنځ فضايي همکارۍ

د امریکا متحده یالاتو او د روسیې فضايي آژانسونو چارواکي روسیه کې سره راټول شوي او د فضايي نړیوال بنسټ شلمې کلیزې لمانځنه کې د دواړو بنسټونو ترمنځ له سیاسي مسایلو لیري، همکارۍ ستایي.

دا چارواکي د فضايي بنسټونو ترمنځ همکاري ډېره مهمه بولي. په همدې حال کې روسیه له ناسا او د اروپا فصايي آژانس سره د همکاریو له پراختیا خبر ورکوي.

د روسیې فضايي آژانس رییس، دمیتري روګوزین وايي:«موږ له نورو همکارانو سره د لا ډېرو همکاریو په موخه خبرو ته دوام ورکوو. موږ له اروپايي همکارانو سره د فضايي پراخو څېړنو پلان لرو. مهمه پروژه مو د (اګزو مارس) ده.»

د ناسا د یوې څانګې رییس، بیل ګریستنمایر هم د روسیې له فضايي آژانس سره همکاري ستايي او  د دواړو لورو ترمنځ همکاري ډېره ښه ده.

دی زیاتوي:«ښايې موږ د نورو لپاره یوه بیلګه ووسو چې څه ډول سره کار کوو، څنګه په یو بل پورې تړلي یوو او څومره ښه کارونه ترسره کوو. دا یو نعمت دی چې زموږ حکومتونو زموږ د کارونو پایله لیدلې ده او پر موږ له بندیزونو ډډه کوي.»

د امریکا او روسیې سیاسي اړیکې د اوکراین او سوریې مسایلو او همداراز د امریکا د ۲۰۱۶ کال ټاکنو کې د روسیې مداخلې په پار خړې دي، خو د دواړو هېوادونو د فضايي اژانسونو همکاري له دې مسایلو لیري پاتې ده.

د روسیې او امریکا فضايي آژانسونو چارواکي وايي دواړه لوري د سپوږمۍ په مدار کې د یوه تمځای جوړول په پلان کې لري

شریک یي کړئ