Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ما درد مشترکیم؛ په ماشومانه انداز د ولس غږ

هرات کې د یوه ښوونځي د اتم ټولګي څلورو تنو زده کوونکو د ولس د درد، ولسمشر ته د پیغام او اعتراض په ډول یو کتاب لیکلی دی. 

ما درد مشترکیم؛ د هغه کتاب نوم دی، چې بې‌نظریر حبیب‌زاده، مدینې الکوزۍ، نګینې حبیب‌زاده  او الهام الکوزۍ په ګډو لیکلی دی، دوی وايي په لیکني ډول يې د ولس درد انځور کړی دی. 

د کتاب پر پښتۍ له نوم سره یو ځای بېلابېل دردونکي تصویرونه راوړل شوي او د پښتۍ په دویم مخ يې څو بیتونه لیکل شوي، خو د کتاب د اصلي پاڼو لومړی مخ ولسمشر ته ځانګړی شوی دی.

دې لیکوالو نجونو په هنري ډول د پېښو عکاسي کړې او ولسمشر ته په خطاب کې يې کتاب داسې پیل کړی: «ښاغلی ولسمشر! راشه که یو ځل وي هم، خو ويې وګوره چې په افغانستان کې رنځ دی، راشه هغه صحنې وګوره چې جسدونه یو پر بل پراته دي، دودونو او اور ټول ځایونه نیولي، د ټپيانو چېغې پورته کېږي، مرسته غواړي./ژباړه»

بې‌نظیر وايي خوشاله به شي که دا کتاب لومړی د ولسمشر لاسونو ته ور ورسېږي: «لومړۍ پاڼه د ښاغلي ولسمشر په اړه ده، خوشاله به شو که دا کتاب لومړی د ښاغلي ولسمشر لاسونو ته ورسېږي او رسوو ويې هم، موږ يې ګواښول نه دي غوښتي، فقط غوښتل مو خپل درد بیان کړو.»

مدینه د دې کتاب بله لیکواله ده، هغه وايي: «نه یوازې ولسمشر ته ورسېږي، موږ غواړو چې له هېواده د باندې هم دا کتاب ورسېږي، چې خلک پوی شي، چې د افغانستان خلک څومره ځورېږي.»

د کتاب لیکوالې چې شینډډ ته هم د حالاتو معلومولو لپاره تللې وې، نګین د افغان مېرمنو په اړه وايي: «چاودنې دي، له یوې خوا طالب او داعش له بلې خوا حکومت، اولادونه يې ښوونځیو ته نه شي تللی، مېړونه يې له لاسه ورکړي.»

الهام وايي دوی دا کتاب ولسمشر ته په اعتراضي ډول لیکلی دی، چې د خلکو درد حس کړي، هغې طلوع‌نیوز ته وویل: «دا کتاب په یو ډول اعتراض دی، په لیکنۍ بڼه، چې یو د تورو شیشو موټر له نمبرپیلیټ پرته هرڅه چې يې زړه وغواړي، کوي، ولې له هغه پوښتنه نه کېږي؟»

دې کتاب کې د ماشومانو هیلې او ارمانونه هم را وړل شوي دي، دا ښايي په هېواد کې د خپل ډول لومړنۍ هڅه وي، چې خلک مینې ته رابولي او په ماشومانه انداز د جګړې وېر بیانوي.
 
الهام طلوع‌نیوز ته وویل: «دا کتاب په یو ډول اعتراض دی، په لیکنۍ بڼه، چې یو د تورو شیشو موټر له نمبرپیلیټ پرته هرڅه چې يې زړه وغواړي، کوي، ولې له هغه پوښتنه نه کېږي؟»

شریک یي کړئ