Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مریخ کې توپان د ناسا څېړنې له بندون سره مخ کړي

له تېرو کابو ۱۵ کلونو راهیسې د سرې سیارې‎ـ‎مریخ پر سر د (موکې) په نامه د ناسا څېړونکی روبوټ څېړنې کوي، خو اوس توپانونو یې کار له ستونزو سره مخ کړی دی. 

اوس مهال د ناسا ادارې چارواکي په دې باور دي چې د دې روبوټ ټولې برخې د چارج نشتوالي له کبله له کاره لوېدلي دي.

دوی وايي چې د خاورې لوی طوفان مریخ ټکنی کړی، او د تېرو څو ورځو لپاره موکه روبوټ یې پټ کړی دی.

د دې روبوټ د ماموریت د ټیم مشر بل نیلسن  وايي:«دا ډیر خراب شوی دی. دا یو څه ډار دی.»

ناسا اعلان وکړ چې فرصت د خاورې د لوی طوفان له امله د "تلپاتې شپې" پردو پوښلی دی.

دوی وايي یوازې په تمه پاتې کېدی شو چې دا توپان پای ته ورسیږي او دا روبوټ د بیا کار ځواک ترلاسه کړي.

نیلسن وايي:«که روبوټ په بشپړ ډول بند شي، نو ښایې موږ په ستونزه کې ووسو.»

دی وړاندې وايي:«زه په دې وخت کې خوشبینه یم. زه هیله من یم چې موږ به وکولی شو بیرته دې روبوټ څخه کار واخلو او دا به په کار پیل وکړي.»

ناسا وايي چې دا روبوټ په ۲۰۰۷ کال کې هم له سختونو توپانونو سره مخ شوی وه، خو دا اوس تر هغې سخت دی.

دوی وايي چې د دې روبوټ کار تر ۱۰ کلنو اټکل کېدو، خو د هغې سخت کار ته په کتو ښایې تر ۱۵ کلونو کار وکړي.

د لمر وړانګو پرته د ناسا څېړونکی روبوټ نشي کولی چې چارج شي او نه هم کولی شي چې مالومات مرکز ته راولیږي

شریک یي کړئ