Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ناسا: نړۍ کې د خوږو اوبو کمښت جدي دی

د امریکا فضايي څېړنو مرکز یا ناسا په خپل وروستي راپور کې ویلي د دوی د څېړنې په تېرو ۱۴ کلونو کې د ځمکې پر مخ خوږې اوبه مخ په کمېدو ښیې او دا موضوع یې جدي ګواښ بللی دی.

ناسا په نړۍ کې د خوږو اوبو کمښت د اوسنۍ پېړۍ تر ټولو لوبه ستونزه بللې او ګواښ یې کړی چې وچې سیمې له نورو زیاتې له دې ستونزې سره مخامخ دي

په دې راپور کې د خوږو اوبو د کمښت لامل د انسانانو لخوا په بې سارې توګه د اوبو کارول ښودل شوي دي. او همداراز په نورو مواردو کې یې د هوا بدلون هم ښودل شوی دی.

راپور همداراز هغه سیمې په ګوته کړي دي چې خوږې اوبه په کې مخ په کمېدو دي او دا سیمې یې د هند شمال ختیځ، د چین شمال ختیځ، د روسیې سویل او منځنی ختیځ ښودلی دی او زیاته کړې یې ده چې دا سیمې تر ډېره د ځمکې لاندې اوبو کار اخلي.

ناسا: نړۍ کې د خوږو اوبو کمښت جدي دی

د امریکا متحده ایالاتونو د فضايي څېړنو مرکز یا ناسا په نړۍ کې د خوږو اوبو کمښت د اوسنۍ پېړۍ تر ټولو لوبه ستونزه بللې او ګواښ یې کړی 

شریک یي کړئ