Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

څېړنه: اقیانوسونه تر اټکل ژر ګرمېږي

د ځمکې کره په ګرمېدو ده، تر دې اندازې چې د دې فاجعې لپاره وخت کم پاتې دی.

د ملګرو ملتونو بین‌الحکومتي بورډ په تازه څېړنه کې ويلي، اقیانوسونه تر هغه اټکل چې وړاندې شوی و، ژر ګرمېږي او دا مانا لري چې د ځمکې کره د ګرمېدو له فاجعې سره مخېدونکې ده. 

د امریکا د پرنسټون پوهنتون د چاپیریالي انستییتوت څېړونکی لاوري رسیلندي وايي: «اقیانوس تر هغه چې موږ فکر کاوه ډېر ګرم شوی دی او دا راتلونکې کړنلارې کې جدي اغېز لري، دا دقیقاً هغه څه دي چې باید راتلونکي راپور کې په پام کې ونیول شي او په پام کې به نیول کېږي.»

څېړنه چې پرون (چهارشنبه، د لړم نهمه) په «نېچر» ژورنال کې خپره شوې، ښيي چې اقیانوسونه د اټکل تر اندازې ۶۰ سلنه پورته ګرمېدونکي دي. 

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو د اقلیم اړوند یوه راپور کې ویلي و، چې د هوا او اوبو خپراوی به تر ۲۰۳۰ ز کال پورې ۲۰ سلنه ښکته شي او په ۲۰۷۵ز کال به صفر ته را ښکته شي، چې کره به ورسره دوه درجې ګرمه شي. 

په تازه معلوماتو کې وايي، چې راتلونکو لسیزو کې به د ګازونو د خپراوي مخنیوي ته پام وکړي، چې وکولی شي ۲۵ سلنه ته يې را ټیټ کړي، چې که يې له وسه وشي او د کرې ګرمښت له دوه درجې په ښکته درجه کې کنټرول کړای شي. 

پوهان وايي که د شنو خونو کارونه متوقف هم شي، چې په ګرمښت کې مهم رول لري، خو بیا به هم تر دوو راتلونکو لسیزو پورې د اقیانوسونو ګرمېدل روان وي. 

دوی وايي اقیانوسونه د ځمکې د تولید کړې ګرمۍ ۹۰ سلنه جذبوي. 

دغه څېړنه کې د پرنسټون او کلیفورنیا پوهنتونونو، د سن‌دیاګو اقیانوس پېژندنې انستیتوت او نورو علمي مرکزونو برخه لرله.
 
شریک یي کړئ