Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان ایرلنډ ته د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله وتوانېده چې د درې شل اوریزو سیالیو لړۍ (سیریز) په لومړۍ لوبه کې د پنځو ویکټو په توپیر ایرلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړي.

دا لوبه د هند په دهرادون ښار کې ترسره شوه.

د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې ایرلنډي لوبغاړو توپوهنه وکړه او وتوانېدل چې افغانستان ته ۱۳۳ منډې هدف وټاکي.

په دغې سیالۍ کې محمد نبي عیسي خېل ښه وځلېد او افغان لوبډله یې د بریا په لور بوتله. نبې په دې لوبه کې د توپ اچونې په برخه کې دوه ایرلندي لوبغاړي وسوځول او همدارنګه د توپوهنې په برخه کې هم ښه وځلېد او ۴۹ منډې یې د خپلې لوبډلې لپاره ترسره کړې او له ډګره نه سوځېدلی ووت.

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله وتوانېده چې د پنځو لوبغاړو له سوځېدو او د لوبې په وروستي اور کې ورکړل شوی هدف پوره او لوبه وګټي. 

ټاکل شوې چې د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله سباته یوځل بیا د ایرلنډ لوبډلې په وړاندې په شل اوریزه لوبه کې خپل بخت وازمايي.

شریک یي کړئ