Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان ایرلنډ ته په ټسټ لوبه کې ماته ورکړه

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ سره ټسټ لوبه د اوو ویکټو په توپیر وګټله.

دغه لوبه نن(دوشنبې د کب په ۲۷مه نېټه) د هند په دهرادون ښار  په راجیو ګاندي کرکټ لوبغالي کې د افغانستان په کوربه توبه ترسره شوه.

په دې لوبه کې راشد خان ارمان،رحمت شاه زرمتي، احسان الله جنت، یمن احمدزي ښه لوبه وکړه او لوبه یې د معین وخت نه مخکې پای ته ورسوله.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان خپله لومړۍ تسټ لوبه له هند سره کړې وه او ورته یې بایللې وه.

د ایرلنډ پر وړاندې د افغانستان په ټیسټ لوبډله کې اصغر افغان (لوبډلمشر) محمد شهزاد (ویکټ ساتونکی) احسان الله جنت، جاوید احمدی، رحمت شاه، ناصر جمال، حشمت الله شهیدي، اکرام علي خېل (ویکټ ساتونکی) ، محمد نبي، راشدخان، وفادار مومند، یمین احمدزی، شرف الدین اشرف، وقار سلامخېل، ظاهرخان او سید شېرزاد شامل وو.

له ایرلنډ سره په دې ټسټ لوبه کې راشد خان ارمان،رحمت شاه زرمتي، احسان الله جنت، یمن احمدزي ښه لوبه وکړه او د لوبې غوره لوبغاړی هم رحمت شاه وټاکل شو

شریک یي کړئ