د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ایرلنډ لوبډلې ماتې ورکولو سره نړیوالو لوبو کې خپل ګډون پرېکند کړ.
د هېواد لوبډلې نړیوالو لوبو ته د شپږو غورو لوبډلو لارموندنې لوبو کې وتوانید چې خپله وروستۍ لوبه له ایرلند سره په بریا پای ته ورسوله.
ټاکل شوې ده چې د کرکټ نړیوالې پنځوس اورېزې لوبې په ۲۰۱۹ زیږدیز کال په انګلستان کې ترسره شي.
افغان کرکټ لوبغاړو په دې لوبو کې له لوړو ژورو ډک سفر درلود.
د دوی لومړۍ ستونزه د لوبډلمشر، اصغر ستانکزي بستري کېدل وه چې لوبډله یې د کیپټان له خلا کې پرېښوده.
ښاغلی ستانکزی وروسته له لسو ورځو بیرته لوبډلې ته راغی او د لوبډلې مورال یې لوړ کړ.
مخکې له دې افغانستان عربي متحده اماراتو ته ماته ورکړې وه او نړیوالو لوبو ته یې لار موندنې هیلې ژوندۍ ساتلې وې.