Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان د څلورو ویکټو په توپیر بنګله دیش ته لوبه وبایلله

افغانستان د شل اوریزو درې اړخیزو سياليو په شپږمه لوبه کې د ۴ویکټو په توپیر سره له بنګله دیش ماته ومنله.

د بنګله دیش د بچې په ګټلو سره توب اچونه پیل او افغان لوبډلې د ۷ ويکټو په سوځيدو ۱۳۸ منډې جوړې کړې.

د بنګله دیش په توپوهونکو کې شکیب الحسن ۷۰ ناسوځيدلي منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

په افغان توپوهونکو کې حضرت الله ځاځي ۴۷، رحمن الله ګربز۲۹ او شفیق الله شفق ۲۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د بنګله دیش لپاره عفیف حسین ښه توپ اچونه ترسره کړه او دوه ويکټې یې واخیستې او همداراز لوبډلمشر شکیب الحسن ښه توپوهنه وه چې بنګله دیش په نولسم اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځيدو هدف پوره کړ.

د کریکـټ بورډ د خبرپاڼې له مخې دغه لوله کې د افغان توپ اچونکو په ډله کې نوین الحق چې دا یې لومړۍ نړیواله شل اوریزه سيالي وه د شلو منډو په ورکولو دوه مهمې ويکټې واخیستې. همداراز راشدخان هم دوه لوبغاړي وسوځول. مجیب الرحمن او کریم جنت یوه ـ یوه ويکټ ترلاسه کړه.

بنګله دیش او افغانستان په ترتیب سره د ۶ او ۴ نومرو په درلودلو سره پایلوبې ته ووتل او زمبابوې له لوبلړۍ بهر شوه.

د دې سیاليو پایلوبه به د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۴ مه نېټه د بنګله دیش په پلازمينه ډهاکه کې ترسره شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه