Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان د کرېکټ اسیا جام په سیالیو کې بنګله‎دېش ته ماتې ورکړه

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو په چوکاټ او خپلې دویمې ګروپي لوبه کې د ۱۳۶ منډو په توپیر د بنګله‎دېش ملي لوبډلې ته یې ماتې ورکړه.

د دغې لوبې په پای کې راشد خان د توپوهنې او توپ اچونې په برخه کې له ښه ځلېدو سره د دغو سیالیو د فني کدر له خوا د ډګر د غوره لوبغاړي لقب یې خپل کړ.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده د هېواد ملي لوبغاړي د څلور غوره لوبغاړو په لومړۍ لوبه کې د پاکستان په وړاندې بخت وازمايي.

دې بنګله‎دېش په وړاندې سیالۍ کې لومړی د توپوهنې په برخه کې لوبه افغانستان پیل کړه او د اوه لوبغاړو له سوځېدو سره یې سیالې لوبډلې ته ۲۵۵ منډو هدف وټاکه.

په دغې لوبه کې راشدخان او ګلبدین نایب ډېره ښه ملګرتیا وکړه او د خپلې لوبډلې لپاره یې په ګډه ۹۵ منډې جوړې کړې.

بنګله‎دېش او افغانستان دواړه لوبډلې څلور غوره لوبډلو پړاو ته لاره پیدا کړې او د دغه بریا د افغانستان لپاره ګټوره پرېوده او د دغو سیالیو په ښه ځای‎ګي کې یې راوست او د ملي لوبډلې لپاره یوه نوې لاسته راوړنه یې رامنځته کړه.

د افغانستان بله لوبه نن له پاکستان سره ده چې د کابل په وخت په درې بجو پیلېږي.

افغانستان د اسیا جام سیالیو په چوکاټ کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه، او د دغې لوبې په پای کې راشد خان د توپوهنې او توپ اچونې په برخه کې له ښه ځلېدو سره د غوره لوبغاړي لقب ورکړل شو.

شریک یي کړئ