Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان سریلانکا ته د کریکټ سیالۍ کې ماته ورکړه

افغانستان سریلانکا ته د اسیا جام سیالیوکي د ۹۱ منډو په توپير ماته ورکړه.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړۍ یې د توپ وهنې پریکړه وکړه. افغانستان په ۵۰ اورونو کې د ۱۰ ویکټو په بایللو ۲۴۹ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۵۰ منډو هدف وټاکه.

د سریلانکا لوبډلې دغه هدف پوره نه کړ او په ۱۵۸ منډو سره یې خپلې ټولې ویکټې له لاسه ورکړې.

د لوبې په پیل کې افغانستان پرته له دې چې کومه ویکټه له لاسه ورکړي، په ۱۱ اورونو کې ۵۰ منډې جوړې کړې.

خو په ۱۲ اور کې چې د افغانستان ټولې منډې ۵۷ ته رسیدلې وې، محمد شهزاد د ډنان جایا  له لورې وسوزید.

شهزاد په دې لوبه کې ۳۴ منډې ترسره کړې.

په دې لوبه کې، راشد خان، مجیب الرحمن، ګلبدین نائيب او نبي عیسي خېل ټولو دوه دوه ویکټې واخیستې.

په همدې حال کې د سریلانکا توپ وهونکو له ډلې، پریرا په ۹ اورونو کې ۵۵ منډې ورکړې او ۵ ویکټې یې واخستې.

د لوبې په پای کې افغان لوبغاړی، رحمت شاه د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

سریلانکا د آسیا جام دې سیالیو په لړ کې له افغانستان څخه مخکې خپله لومړۍ لوبه بنګله دیش ته بایللې وه. له دې سره سریلانکا د آسیا جام سیالیو له لړۍ نه ووته

شریک یي کړئ