Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان له زېمبابوي سره د لوبو لړۍ په خپله ګټه پای‎ته ورسوله

له زېمبابوې سره افغانستان لوبو لړۍ څلورمه لوبه د لسو ویکټو په توپیر سره په خپله ګټه پای ته ورسوله او له دې سره د یو ورځنیو سیالیو لوبې لړۍ هم په خپله ګټه پای ته ورسوله.

د څلورمې یو ورځنۍ لوبې پچه زمبابوې وګټله او لومړی یې خپله د توپ وهنې پریکړه وکړه. د زمبابوې پیلوونکي توپ وهونکي ونه توانیدل چې اوږده ملګرتیا وکړي سولومن مایر د ۹ منډو تر جوړولو وروسته د مجیب له خوا په ۹ منډو وسوځول شو.

له دې سره د زمبابوې بل لوبغاړی، موسکډزا د ۴ منډو تر جوړولو وروسته هم د مجیب له خوا وسوځول شو.

د کرکټ بورډ خبرپاڼه کې وړاندې راغلي دي:«دغه مهال د زمبابوې ټولې منډې ایله ۱۵ ته رسیدلې وې،ورپسې موسکنډا د ۴ برینډن ټیلر د ۳۰ سکندر رضا د ۴ راین برل د ۱۰ ګریم کریمر د ۲ کیل جارویس د صفر ټینډی چترا د ۴ منډو تر جوړولو وروسته وسوځیدل مرزباني او کریګ اروین د وروستۍ ویکټې لپاره ۳۱ منډې ملګرتیا وکړه چې مرزباني برخه په کې صفر وه خو کریګ اروین په ټوله ۵۴ منډې وکړې چې دا د زمبابوې له خوا د یوه لوبغاړي تر ټولو ډیرې منډې وې.» 

دغسې د زمبابوې ټوله لوبډله په ۳۸ اورو کې په ۱۳۴ منډو وسوځیده او افغانستان ته یې د ۱۳۵ منډو هدف وټاکه. د افغانستان په توپ وهونکو کې ۵ ویکټې مجیب ځدران ۲ محمد نبي ۲ راشد خان او یوه بله شرف الدین اشرف واخسته.

په دې لوبه کې محمد شهزاد ۷۵ او احسان الله جنت ۵۱ ناسوځیدلې منډې وکړې. په دې لوبه کې محمد شهزاد د افغانستان له خوا تر محمد نبي وروسته دویم توپ وهونکی شو چې په ټولیزه توګه یې په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۲۰۰۰ منډې پوره کړې. 

مجیب ځدران چې په لوبه کې یې ۵ ویکټې واخستې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

افغانستان په پنځمه یوې ورځنۍ لوبه کې د زمبابوې پر وړاندې څلورمه لوبه د لسو وګټو په توپير سره وګټله 

شریک یي کړئ