افغانستان له زېمبابوې سره د لوبو په لړې کې له دوو شل اورېزو وروسته دوهمه پنځوس اوریزه هم وګټله، په دې لوبو کې زېمبابوې یوه پنځوس اوریزه یوه ورځنۍ لوبه وړمه ورځ ګټلې وه.
د لوبې پچه زېمبابوې لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، د زېمبابوې توپ وهونکو چې بي ار ایم ټایلر ۹، سکندر رضا ۳۸، مسکدزا ۹ او ایم این والر، ۳۹ منډې د افغان لوبډلې په وړاندې جوړې کړې.
په دې سره زېمبابوې د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل، خو افغان لوبغاړو دا هدف د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او لوبه یې وګټله.
همداراز افغان لوبغاړو خپله توپ اچونه کې راشد خان ۵ وېکټې ، مجیب ځدراڼ ۳ ویکټې ګلبدین نایب، او دولت ځدراڼ یوه یوه وېکټه د خپلې لوبډلې په ګټه واخیستې.
د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ورپسې افغان لوبغاړو خپله توپ وهنه پیل کړه او شهزاد محمدي ۷ منډې، احسان الله ۱۲ منډې، رحمت شاه ۵۴ منډې، ناصر جمال ۵۱ منډې او محمد نبي ۱۸ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې او لوبه یې په ۶ ویکټو له زېمبابوې څخه وګټله.
په دې لوبه کې راشد خان چې د زېمبابوې ۵ لوبغاړي یی سوځلي وو د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان او زېمبابوې راتلونکې یو ورځنۍ لوبه به د جمعې په ماسپښین ۳ بجې(د سلواغې ۲۷مه) د کابل پر وخت پیل شي.