Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان له زمبابوې په ۵۰اوریزه لوبه کې هم بریا خپله کړه

افغان کرکټ لوبډلې له زمبابوې لوبډلې سره د لوبو په پړاو کې درېیمه لوبه چې په پنځوسو اورونو کې ترسره شوه، وګټله.

مخکې له دې هم یادو لوبډلو دوه نورې شل اوریزې لوبې کړې وې چې افغانستان ترې ګټلې وې.

په دې لوبه کې پچه د افغانستان لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه او په پنځوسو اورونو کې یې د زمبابوې لوبډلې ته د ۳۳۳ موخه وټاکله چې دې لوبډلې یاده موخه پوره نکړه او د ۱۵۴ منډو په توپير سره یې لوبه افغان لوبډلې ته وبایلله.

په دې لوبه کې شهزاد محمدي ۳۶، احسان الله جنت ۵۴، رحمت شاه زرمتي ۱۱۴، ناصر جمال ۳۱ او نجیب الله ځدراڼ ۸۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

ورپسې د زمبابوې لوبغاړو لوبه پیل کړه ، چې ایس ایف ایر ۳۴، سي ار ایروین ۳۳ او سکندر رضا ۲۵ منډې وکړې.

په دي لوبه کي رحمت شاه زرمتی چي ۱۱۴ منډې جوړې کړې وې او یوه یې ویکټه اخیستې وه د دغې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. 

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او زمبابوې راتلونکې یو ورځنۍ نړیواله لوبه به د یکشنبې په ماسپښين ۳:۰۰ بجې پیل شي.

افغانستان به سبا یکشنبي د سلواغي پر ۲۱ د کابل پر وخت ماسپیښین درې بجې بیا هم له زمبابوې سره یوه ورځنۍ لوبه ولري

شریک یي کړئ