Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان کرکټ لوبډله خپله وروستۍ لوبه له زمبابوې سره ترسره کوي

د هېواد کرکټ لوبډله نن(دوشنبې د سلواغې۳۰مه) د زمبابوې پر وړاندې خپله پنځمه یوه ورځنۍ لوبه د عربي متحده اماراتو په شارجې ښار کې ترسره کوي.

مخکې له دې د هېواد کرکټ لوبډلې له زمبابوې سره د یوې ورځنیو لوبو څلورو ترسره شویو څخه درې ګټلې وې او یوه یې بایللې وه.

له بله پلوه د هېواد کرکټ لوبغاړي وايي چې د لوبې لپاره یې د توپ‎وهنې او توپ اچونې په برخه کې پراخ چمتووالی نیولی دی.

د هېواد کرکټ لوبغاړی، ګلبدین نائب څرګندوي:«موږ د راتلونکې لوبې لپاره پوره چمتووالی نیول دی. »

بل لوبغاړی، مجیب ځدران زیاتوي: «زه ډېر خوشاله یم، ډېر ښه لوبغاړي  دي، ما ترې ډېر څه زده کړل.»

له دې لوبو وروسته ټاکل شوې ده چې افغانستان د نړیوالو لوبو لپاره چمتو شي، دا لوبې څلور میاشتې وروسته په زمبابوې کې د لسو هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي.

ټاکل شوې ده چې د فغانستان کرکټ لوبډله خپله وروستۍ لوبه په شارجه کې له زمبابوې سره ترسره کړي، افغانستان د څلورو لوبو له ډلې درې ګټلې دي

شریک یي کړئ