نړیوال جام ته له لار موندلو لوبو لړۍ کې افغان د کرکټ ملي لوبډلې په لومړنۍ لیدنه کې د اسکاټلنډ پروړاندې ماته وخوړه.
د هېواد ملي لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره یې سیالې لوبډلې ته د دوه سوه او شپږپنځوس منډو هدف وټاکه او اسکاټلندي لوبغاړو هم ورکړل شوی هدف پوره کړ او لوبه یې وګټله.
د لوبې پچه سکاټلنډ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه ، افغان لوبغاړو توپ وهنه وکړه چې ۹۲ منډې محمد نبي، ۶۷ نجیب الله ځدراڼ او ۳۰ منډې شهزاد محمدي جوړې کړې.
ورپسې د سکاټلنډ لوبغاړي میدان ته کوز شول او په دې لوبه کې سي ایس مک لډ ۱۵۷ او آر ډي برېټون ۶۷ منډې د خپلې لوبډلې په ګټه جوړې کړې او لوبه یې له افغانستان نه په ۷ ویکټو وګټله.
د توپ اچونې په برخه کې افغان لوبغاړو راشد خان یوه ویکټه او مجیب ځدراڼ دوه ویکټې واخیستې.
د افغانستان او سکاټلنډ ترمنځ لوبه کې سي ایس مک لډ چې ۱۵۷ ناسوځیدلې منډې یې وکړې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
دا په داسې حال کې ده چې، د کرکټ ملي لوبډله به سبا ته په خپله دویمه لیدنه کې له زیمباوې سره لوبه وکړي.
افغانستان به په «ب» ډله کې د سکاټلنډ، نیپال، هانګکانګ او زمبابوې سره لوبه وکړي.
دا لوبې د ۲۰۱۸ زیږدیز کال نړیوالو لوبو ته د لارموندنې په موخه ترسره کېږي.
د دي لوبو کوربه زمبابوي هېواد دی.