د اندونیزا ولسمشر دې هېواد کې د ۲۰۳۲ کال د المپیک لوبو د ترسره کولو په د چمتوالي خبر ورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې دې هېواد د آسیايي لوبو اتلسم دور کوربه توب وکړ.
د اندونیزیا هېواد ولسمشر، جوکو ویدودو نن(شنبې د وږي۱۰مه) د اسیايي هېوادونو د لوبو په بریا سره ترسره کېدو وروسته دا خبر ورکړ.
ده وویل چې د جاکارتا او پالمبانګ کوربه توب دا ثابته کړه چې اندونیزا د نړیوالو لوبو کوربه توب توان لري.
ښاغلي ویدودو چې د نړیوال المپیک کمېټې رئيس، توماس باخ او د المپیک شورا رئیس، شیخ احمدالفهد سره اړیکه نیولې وه، تر هغې وروسته یې وویل:«اندونیزیا پلان لري چې ډېر ژر د ۲۰۳۲ کال د المپیک لوبو لپاره د نوم لیکنې اعلان وکړي. »
توماس باخ به د آسیایي لوبو په پای کې چې سبا ده، ګډون وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۰ کابل المپیک لوبې په توکیو او په وار سره لاس پاریس او لاس انجلس د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۸ زیږدیزو کلونو لوبو کوربه توب ته نوماند دي.