Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بایسکل ځغاسته، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي سره د مبارزې نوې بڼه

ځينو نجونو کابل ښار کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په پار د بایسکل ځغاستې په یوې سیالۍ کې ګډون وکړ.

دغه نجونې وايي چې د دغو سیالیو په ترسره کولو سره غواړي، هېوادوالو ته خپل پیغام ورسوي چې ښځې هم کولای شي د نرینه‎و په څېر کار وکړي، لیک لوست وکړي او په ټولنیزو فعالیتونو کې ونډه واخلي.

یوه له دغو نجونو حمیده فطرت ده هغه چې «لیک لوست د ښځو حق دی» له شعار سره دلته راغلې وايي نه غواړي چې نورې نادودې ښځې له ټولنیزو فعالیتونو لیرې کړي.

هغې زیاته کړه:«ښځې حق لري چې د سړیو او هلکانو په څېر تحصیل وکړي. لکه څرنګه چې زموږ په ټولنه کې تر ډېره ښځو ته دا حق نه ورکول کېږي، او له تحصیله بې برخې کېږي.»

فروزان یوه بله بایسکل ځلوونکې ده چې په دغو سیالیو کې ګډون کړی هغه په هېواد کې د ښځو لپاره بل ډول لیدلوری لري.
هغه په دې اړه وايي:«موږ غواړو له افغان مېرمنو دفاع وکړو ترڅو د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي او کولای شي چې دا کار وکړي.»
فرشته عزیزي چې د بایسکل ځغاستې په دغو سیالیو کې بله ګډونواله ده هغه هم داسې نظر لري:«ښځې له تاوتریخوالي پرته د ژوند حق لري. باید د ښځې حق تر پښو لاندې نه شي.»

هغوی د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي منع لیکلي کاغذي بڼې هېوادوالو ته وېشي او له هغوی غواړي څو د ښځو پر وړاندې سم چلند وکړي.

بایسکل ځغلوونکې امنه امید په دې اړه وايي:«بایسکل ځغلوونکې نجونو، خپل شعارونه پر کاغذي پاڼو لیکلي او خلکو ته یې ورکوي ترڅو خلک هم له بایسکل ځغلونې سره عادت کړي او دا یوه نادوده نه وي.»

دا په داسې حال کې ده چې حکومت تل د ښځو د تاوتریخوالي عاملینو ته سزا ورکولو خبره کړې خو د یو شمېر ښځو په وینا لا هم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زړه بوږنونکی دی.

د نجونو یوې بایسکل ځغلوونکې ډلې، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مبارزې په پار، د حبیبې له لېسې د کابل تر ملي موزیمه سره سیالي وکړه.

شریک یي کړئ