Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حسین بخش صفري هم د اسیايي لوبو له دوامه حذف شو

په اندونیزیان کې د اسیایي لوبو د اتلسم پړاو اتمه ورځ، د افغان جوجیسټو لوبغاړو له حذف سره پیل شوه.

د دغو لوبو په لومړۍ ورځ، حسین بخش صفري په منفي ۶۲ کیلوګرام وزن کې وتوانېد خپل منګولیایی سیال څلور پر صفر ماتې ورکړي، خو په دویمه لوبه کې په خپله د اردوني سیال په وړاندې ۱۳ صفر ماتې وخوړه او د دغو سیالیو له دوامه حذف شو.

د دغو سیالیو په دویمه لوبه کې د هېواد بل لوبغاړي عبدالصبور رحیمي په منفي ۹۴ کیلوګرام وزن کې له یوه استراحت سره وتوانېد بل پړاو ته لاره پیدا کړي، خو هغه په خپلې دویمې لوبه کې د اماراتي سیال په وړاندې یې څلور د صفر په وړاندې ماتې وخوړه او د دغو سیالیو له دوامه هغه هم ویستل شو.

دا په داسې حال کې ده چې په اسیايي سیالیو کې د هېواد د مېرمنو په استازیتوب، په خپله لومړی لوبه کې د کویټي لوبغاړې په وړاندې لوبه وبایلله او هغه هم د دغو سیالیو له دوامه حذف شوه.

د اسیايي لوبو په اتلسم پړاو کې، د افغانستان په استازیتوب ۷۹ افغان لوبغاړو ګډون کړی چې تر دې ځایه، توانېدلي یوازې یو د برنزو مډال ترلاسه کړي او دا مډال خالد هوتک د وشو په برخه کې ترلاسه کړی دی.  

شریک یي کړئ