د هېواد سوېلي ولایت خوست د پنجشنبې او جمعې په ورځو د هاکي سیالیو کوربه و.
په دغو سیالیو کې له ټول خوست ولایت څخه اتو لوبډلو ګډون کړی وو.
د دغو سیالیو په پای لوبه کې د نادرشاه کوټ لوبډله وتوانېده چې د غازي ببرک لوبډلې ته ماتې ورکړي او اتلولي خپله کړي.
د هاکي ملي فډراسیون چارواکي وايي چې دغه سیالۍ د دغه سپورټ د ودې او همدارنګه د غوره څېرو پنژندلو لپار په لاره اچول شوې وې.
د دغو لوبو په پای کې غوره لوبډلو او غوره څېرو ته د هاکي ملي فډراسیون له خوا جایزې او ستاینلیکونه ورکړل شول.