Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

لویه څارنوالۍ د فوټبال په فډراسیون کې د اخلاقي فساد تورونه څېړي

لویه څارنوالي د افغانستان فوټبال فډراسیون کې د اخلاقي فساد د تورونو د څېړلو لپاره د یوې کمېټې له جوړېدو خبر ورکوي.

په داسې حال کې چې د فوټبال د ښځینه لوبډلې ځینې پخواني غړي، د فوټبال فډراسیون ځینې چارواکي او فني کدرونه په جنسي او فېزیکي ځورونې تورن وي، خو لویه څارنوالۍ وايي چې دغه تورونه به په جدي توګه وڅېړل شي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په دې اړه وویل:« د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مبارزې په چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیال د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي له عمومي رییس او د کورنیو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې رییس توظیف کړي، ترڅو موضوع په لومړي سره کې مستند کړي او که‎چېرې واقعاً دا موضوع وي، په جدي توګه به وڅېړل شي.»

د هېواد د فوټبال د ښځينه لوبغاړو د جنسي او فېزیکي ځورونې په تړاو د تورونو له خپرېدو وروسته، د هېواد د فوټبال د ملي لوبډلې یوې پخوانۍ غړې چې له هېواده بهر په ډنمارک کې ژوند کوي، د هېواد د فوټبال فډراسیون مشرتابه پرغیر اخلاقي چلند او د فوټبال ښځینه لوبغاړو پر ځورولو تورنوي.

د هېواد د فوټبال د ښځينه لوبډلې پخوانی غړې خالده پوپل وايي:« هغه ننګونه چې تل زموږ د لوبغاړو په وړاندې وه، د مسوولینو، روزونکو او هغو کسانو له خوا جنسي ځورونه وه چې د افغانستان د فوټبال فډراسیون د استازو په نامه تمریناتي کمپونو ته راتلل.»

د هېواد د فوټبال دغه پخوانۍ لوبغاړې د بېلګې په توګه په دوه زرو شپاړسم زیږدیز کال کې  په اردون کې د تمرینونو پر مهال د هېواد د فوټبال ښځينه لوبغاړو د جنسي ځورونې یادونه کوي.

د هېواد د فوټبال فډراسیون سکرتر جنرال سید علي رضا آغا زاده بیا وايي:« د افغانستان فوټبال فډراسیون، کابو دوه نیم کاله مخکې د ښځينه فوټبال د منیجر په توګه وګماره، کله چې دوی لیرې کېدل ولې فډراسیون بدېږي؟»

اخوا د ګارډین ورځپانې په دې تړاو د خالدې پوپل له خولې لیکلي چې د افغانستان فوټبال فدراسیون رییس کرام الدین کریم په خپل کاري دفتر کې د خوب کټ لري چې د دې خونې ور یوازې د ګوتې په نښو سره پرانستل کېږي.

په دې تړاو مو وغوښتل چې د فوټبال فډراسیون د رییس کرام الدین کریم نظر هم ترلاسه کړو خو د پرله‎پسې اړیکو نیولو سربېره بیا هم بریالي نه شوو.

پردې سربېره د فوټبال نړیوال فډراسیون د دې رپوټ په تړاو د خپلو څېړنو خبر ورکوي.

شریک یي کړئ