Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دېنیس کنکوف سیالۍ ته د بازمحمد مبارز بلنه ومنله

د روسیې د ازادو سیالیو اتل دېنیس کنکوف، د افغان لوبغاړي بازمحمد مبارز ننګونه ومنله او وايي چې له هغه سره سیالۍ ته چمتو دی.

دېنیس کنکوف، موده وړاندې له هغې وروسته د باز محمدمبارز له خوا سیالۍ ته راوبلل شو چې هغه احمد ولي هوتک او یوه بله افغان لوبغاړي ته ماتې ورکړه.

د ازادو مبارزاتو دغه روسي اتل چې په خپلې تېرې سیالۍ کې عبدالعظیم بدخشي ته یې هم ماته ورکړې وايي چې له سیالۍ سره ستونزه نه‎لري او بازمحمد ته با هم همغه درس ورکړي چې د هغه دوه نورو هېوادوالو ته یې ورکړ.

هغه زیاته کړه:«زه له باز محمد مبارز ته وایم چې ستره تېروتنه دې وکړه چې زه دې سیالۍ ته راوبللم. اوس باید د خپلې ننګونې له وړاندیزه دفاع وکړي او پښېمانه نه شي.»

بلخوا، بازمحمد مبارز چې په دې وروستیو کې خپل اسټکالنډي سیال ته یې د (اې‎سي بي) سازمان په سیالیو کې ماته ورکړې وايي چې کنکوف به په خپل کور کې مات کړم او د هوتک او بدخشي غچ به ترې واخلم.

ټاکل شوې ده چې د مبارز او کنکوف ترمنځ سیالي د روژې مبارکې میاشت څخه وروسته د (اې‎سي‎بي) سازمان سیالیو په چوکاټ کې ترسره شي.

شریک یي کړئ