Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسیايي ملتونو جام ته د فتسال لوبډلې لارموندنه

د افغانستان تر ۲۰ کلنۍ ښکته د فتسال لوبډله وتوانېده، چې تاجکستانۍ لوبډلې ته په ماتې سره د اسیايي ملتونو جام سیالیو ته لار پیدا کړي. 

افغان لوبډلې وکولی شول، چې د اسیا جام په مقدماتي سیاليو کې چې نن (سه شنبه، د لېندۍ ۱۳مه) ترسره شوې، تاجکستان ته د ۱-۴ پر وړاندې ماتې ورکړي. 

دا په داسې حال کې دی چې د ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان لوبډلو دې سیالیو ته لار پیدا نه کړای شوه، خو افغانستان، ایران او قرغزستان وکولی شول، چې لار ومومي. 

تر ۲۰ کلنۍ ښکته لوبغاړو لوبډلو د اسیايي جام مقدماتي سیالۍ په ازبکستان کې ترسره کېږي.

ټاکل شوې، د اسیایي ملتونو جام سیالۍ راتلونکی میلادی کال په ترکمنستان کې ترسره شي. 

شریک یي کړئ