د اشيهاراکاراټې ملي لوبډلې ته د غواري سیالیو ۱۳ پړاو نن شنبې (د زمري په ۱۴ مه) په کابل کې پیل شو.
په دغو سیالیو کې د هېواد له ۱۷ ولایتونو څخه په بېلابېلو سني کټګورۍ کې نونهالانو،تنکیو ځوانانو او ډېر عمرلرونکو لوبغاړي ګډون کړی دی.
دغه سیالۍ د د بدني روزنې ریاست په تالار کې ترسره کېږي.
د اشيهاکاراټې د ملي لوبډلې سر روزنکی وحید احمد جویا وايي چې ټاکل شوې ده تر درېیو راتلونکو میاشتو د دغو لوبغاړو له ډلې په یوې سیالۍ کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړ شي.
هغه وویل:«تر راتلوونکو درېیو میاشتو په قزاقستان کې سیالۍ لرو، د اشيهاکاراتې د نړیوال سازمان لوبه او د ۱۵ تنو لګښتونه د بدني روزنې ریاست له خوا ورکول کېږي.»
د دغو سیالیو په پای کې ۱۲۵ لوبغاړي د نونهالانو، تنکیو ځوانانو، ځوانانو، او ډېر عمر لرونکو ملي لوبډلو ته به غوره کړل شي.