Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان- هند له لوبو د پاکستان کرېکټ بورډ د پخواني مشر ناخوښي

د پاکستان د کرېکټ بورډ پخوانی مشر شهریارخان، د افغانستان او هند د «ټسټ» یا پنځه ورځنیو لوبو څخه ناخوښي ښودلې او د پلاوي دا پرېکړه یې د پاکستان په اړه «بې خبرانه کرښه» بللې ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې افغانستان او ایرلنډ د روان کال په جون میاشت کې د ټسټ یا پنځو ورځنیو لوبو د ترسره کولو فرصت تر لاسه کړ.

افغانستان همدارنګه څلورم هېواد دی چې د هند په وړاندې د لومړي ځل لپاره د ټسټ لوبه به ترسره کړي.

خو د پاکستان د کرېکټ بورډ پخواني مشر ویلي دي هغه داسې احساس کاوه چې افغانستان باید د هند پر ځای له پاکستان سره د لوبو پرېکړه کړې وای.

شهر یارخان زیاته کړه:«صادقانه ووایم، زه د دغه خبر له اورېدو وروسته خواشینی نه شوم، خو لږ خفه شوم ځکه له افغانستان سره د لومړي ځل لپاره په پنځو ورځنیو سیالیو کې باید پاکستان لوبه کړې وای ځکه چې د دواړو هېوادونو تاریخي مناسبت وه.»

هغه زیاته کړه:«په حقیقت کې داسې باید وو او موږ د هغه لپاره پروګرام جوړاوه، خو د هغه مدیره پلاوي د پاکستان په اړه یوه ډېره سیاسي او بې رحمانه دریځ ونیو.»

له دې وړاندې د افغانستان کرېکټ بورډ له پاکستان سره خپلې ټولې اړیکې له هغې وروسته پرې کړې چې په کابل کې د کرېکټ بورډ په وړاندې د چاودنې څخه وروسته چې د ملي امنیت له خوا تایید شوه چې دا چاودنه له پاکستان څخه د ترهګرو له خوا ترسره شوې ده.

شریک یي کړئ