Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان او هند تاریخي ټسټ‎لوبې په اړه د راشدخان خبرې

د هېواد کرکټ لوبغاړی راشد خان چې اوس مهال د هند غوره لیګ له لوبو کې له سن رایزرسزرس لوبډلې سره لوبه کوي، د افغانستان او هند ترمنځ د ټسټ لوبې (پنځه ورځنۍ لوبې) په اړه وايي چې دا ډول لوبې د هېواد هر لوبغاړي هیله ده.

انډیا ټایمز د راشد خان له قوله لیکلي دي:«موږ ټول بې‎صبرانه په تمه یوو چې ټسټ لوبې ترسره شي. دا زموږ لپاره یوه موکه ده چې خپله وړتیا وښیوو. موږ به وازمویل شو چې څومره ښه یوو په دې لوبه کې. زموږ لپاره د یوې لوبډلې په توګه یو غوره چانس دی، هلکان سخته هڅه کوي. زه هیله لرم چې د هند پر وړاندې ښه وځلیږو.»

د راشد ترڅنګ نبي او مجیب ځدراڼ هم د هند غوره لیګ کې لوبې کوي چې نبي له سن رایزرس او مجیب له پنجاب کینګ الون سره لوبه کوي.

راشد زیاتوي:«د تست لوبېدل د هر لوبغاړي هیله ده. دا په یوه کمه موده کې زموږ ټولو لپاره یوه غوره لاسته راوړنه ده. دا لوبه به د افغانستان کرکټ تاریخ کې د له هند سره په یاد پاتې کېدونکې شیبه وي. زه نور صبر نشم کولی چې د دې لوبې د یوه لوبغاړي په توګه یاد شم. زه فکر کوم داسې کس به نه وي چې دا لوبه ونه ګوري. افغانستان کې خلک له کرکټ سره لېونۍ مینه لري.»

د افغانستان کرکټ لوبډلې زیات ځواک په توپ اچوونه کې دی او راشد خان فکر کوي چې له دې ځواک به کار واخیستل شي.

دی په دې اړه وايي:«هر ټیم د خپلې وړتیاوي لري، او ټول پوهېږي چې افغانستان غوره ګګلي توپ اچونه لري چې موږ د ډېرو لوبو د ګټلو شاهد یوو، او موږ د توپ اچوونې پر چټکتیا کار کړی دی.»

لکه څنګه چې د هند کرکټ لوبډله به له ځانه سره ویرات کولي ونه لري، راشد په دې باور دی چې د هند کرکټ لوبډلې تجربه او شهرت به یې ونه ویروي.

که څه هم چې افغان لوبغاړي په نړیواله کچه لوبې کوي، خو بیا هم افغان لوبغاړي باید ډېره هڅه وکړي.

د افغان توپ اچوونکو له ډلې رحمت شاه د آی سي سي په نوملړ کې ۳۲ ځای لري.

راشد په ټسټ لوبه کې خپله بریا توپ اچوونې سره تړلې بولي.

دی وايي:«توپ اچونه زموږ لپاره ډېره مهمه ده او که موږ ښه توپ اچوونه وکړو نو کولی شو چې هر پیاوړی ټیم له ستونزې سره مخامخ کړو.»

راشد هیله لري چې د نړۍ نورو هېوادونو پر وړاندې هم د تست لوبې موکه ولري.

دی وايي:«هیله لرو چې په ډېرو لوبو کې له لویو ټیمونو سره لوبه وکړو، نه یوازې یوه او دوه لوبې (پنځه ورځنۍ). دا لوبه زموږ لپاره یوه ازموینه ده، ویلی شم چې د افغانستان ریښتینی کرکټ اوس پیلږي.»
 
لکه څنګه چې د هند کرکټ لوبډله به له ځانه سره ویرات کولي ونه لري، راشد په دې باور دی چې د هند کرکټ لوبډلې تجربه او شهرت به یې ونه ویروي

شریک یي کړئ