Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ به په عربي متحده امارتو کې جوړ شي

د هېواد د کرېکټ غوره لیګ به د روان زیږدیز کال د اکټوبر په ۵ مه، په عربي متحده اماراتو کې د کرېکټ د ځوانو لوبغاړو له خوا پيل شي.

د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالیو تړون تېره ورځ په هند کې د تنظیموونکي شرکت سره لاسلیک شوو.

د هېواد د کرېکټ بورډ رییس هند کې جوړې شوې غونډې ته وویل، د دغو سیالیو ترسره کېدل د افغانستان د کرېکټ په وده کې خورا اهمیت لري.

د هېواد د کرېکټ بورډ رییس عاطف مشعل په دې اړه وویل:«موږ په یوه ډېر حساس پړاو کې یوو او د یوه پلان پر بنسټ مخته ځو او په همدې منظور د دغو سیالیو ترسره کول کولای شي زموږ ځای‎ګی نور هم پیاوړی کړي او کوښښ کوم ترڅو دغه سیالۍ په ښه بڼه ترسره شي.»

په غونډه کې د دغو سیالیو د تنظیموونکي شرکت مسوول ژمنه کوي چې په ښه بڼه د دغو سیالیو په ترسراوي کې به ګړندۍ هڅې وکړي.

د هندي تنظیموونکي شرکت مشر لوکش شرما په دې اړه وویل:« د افغانستان کرېکټ لوبډله توانېدلې چې په ۲۰ اوریزو سیالیو کې ویسټ انډيز اتلې لوبډلې ته ماته ورکړي او همدارنګه د ۱۹ کلونو ملي لوبډله وتوانېدله چې د نړیوالو سیالیو نیمه پایلو ته لار پیداکړي چې دا د دې څرګندونه کوي چې د افغانستان کرېکټ پرمختګ کړی دی.»

بلخوا اجرایي رییس وايي، دوی هڅې کوي دا لیګ د نړۍ له درېیو مهمو لیګونو په لیکه کې راولي او د دغو سیالیو ترسره کېدل ځوانو لوبغاړو ته ښه فرصت برابروي.

 هېواد د کرېکټ بورډ اجرايي رییس شفیق ستانکزي په دې اړه څرګنده کړه:« د دې سیالیو ترسره کېدل د هېواد ځوانو لوبغاړو لپاره یو ښه فرصت دی ترڅو وکړای شي خپل ځان ثابت کړي  او دا لیګ به لوبغاړو سره له مالي او تخنیکي پلوه مرسته وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د کرېکټ غوره لیګ د روان زیږدیز کال د اکتوبر میاشتې په ۵مه نېټه پیل او د همدې میاشتې په ۲۳مه نېټه به پای ته ورسېږي چې له هرې لوبډلې سره به یې ۷ افغان او ۴ بهرني لوبغاړي لوبه کوي.

د دغو سیالیو په لومړي پړاو کې، ۲۴ لوبې ترسره کېږي چې په هرې لوبډله کې، څلور بهرني لوبغاړي به د لوبېدو حق ولري.

شریک یي کړئ