Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن د پاکستان په وړاندې بخت ازمايي

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله نن جمعه (د وږي ۳۰ مه) له غرمې وروسته د اسیا جام سیالیو په چوکاټ او په خپلې درېیمې لوبه کې د پاکستان په وړاندې ډګر ته وردانګي.

دغو دوو لوبډلو تراوسه دوه ځله ۵۰ اوریزې سیالۍ سره کړي چې دواړه د پاکستان په ګټه پای ته رسېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان او پاکستان په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ زیږدیزو کلونو کې له یو بل سره مخامخ شوي او دواړه لوبې پاکستان ګټلې دي.

د پاکستان د کرېکټ ملي لوبغاړو ویلي چې افغانستان یو ډېره ښه لوبډله او د سترو لوبغاړو لرونکې ده او له هغوی سره به لوبه اسانه نه وي.

د هېواد د کرېکټ ملي لوبه د اسیا جام سیالیو په څوارلسم پړاو کې توانېدلې چې د سریلانکا او بنګله‎دېش لوبډلو په وړاندې بریا خپله او په خپل ګروپ کې لومړی مقام خپل کړي او پاکستان د هانګ کانګ په وړانډې له بریا او د هند په وړاندې له ماتې وروسته په خپل ګروپ کې دویم ځای لري.

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو د څلور غوره لوبډلو چوکاټ کې په خپله لومړنی لوبه کې د پاکستان په وړاندې د ابوظبۍ په شیخ زاهد لوبغالي کې بخت ازمايي.  

شریک یي کړئ