Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د انګلیستان د کرېکټ له پخوانیو لوبغاړو سره د افغان لوبغاړو سیالي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د ایرلنډ په وړاندې له یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو له لړۍ مخکې، په یوې دوستانه لوبه کې د انګلستان د کرېکټ د پخوانیو لوبغاړو په وړاندې ډګر ته وردانګي.

د ایرلنډ په وړاندې د افغان لوبډلې لوبه د روان لمریز کال د زمري په ۲۴ مه په ایرلنډ کې ترسره کېږي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د کرېکټ د مینه‎والو په منځ کې په یوه کم وخت کې د دغه سپورټ د پرمختګ یوه بېلګه ده. افغانستان د کرېکټ د نړیوالۍ شورا په ډلبنډۍ کې په شل اوریزو سیالیو کې ۸ او په یو ورځنیو سیالیو کې ۱۰ ځای لري.

د توپ اچونې په برخه کې د کرېکټ استوره راشد خان وتوانېد چې د هندوستان په سوداګریز لیګ سیالیو ای پي اېل کې د سندرایر حیدراباد په لوبډله کې ښه وځلېږي او د نړۍ مشهورو لوبغاړو لکه ویرات کوهلي، اې بي ډېوېلرز او ډوني له سوځولو سره دغه لیګ تر خپلې اغېزې لاندې راولي.

د بریټانیا د پخوانیو لوبغاړو لوبډله به د پخواني توپ اچوونکي نېک کمپټون له رهبري شي.

په دغې لوبډله کې د انګلستان پخواني مشهور لوبغاړي لکه اویس شاه، کایل کټزر او کالوم مک لود به لوبې وکړي.

په انګلستان کې د ورمسلي کرېکټ لوبغالي مدیر سیمون ترلین په دې اړه وویل:«موږ خوښ یوو چې د دغې هیجاني لوبې کوربه یوو او دا د روان کال په لړ کې په انګلستان کې د افغانستان د لیدو لپاره وروستۍ فرصت وي.»

شریک یي کړئ