د روسیې ۲۰۱۸ زیږدیز کال فوټبال لوبو په لړ کې تېره شپه(دوشنبې د غبرګولي۲۸مه) لومړۍ لوبه سویډن له سویلي کوریا سره وکړه چې سویډن ۱ـ۰ پر وړاندې په خپله ګټه پالته ورسوله.
د دې لوبې یوازینی ګول، ګرانکویسټ په پنالټي کې ووهلو.
دوهم لوبه هم چې ۷:۳۰ د بلجیم او پانامې ترمنځ ترسره شوه او دا لوبه هم بلجیم ۳ـ۰ پروړاندې خپله کړه.
دې لوبه کې د بلجیم لوبغاړی، لوکاکو ښه وځلید.
درېیمه لوبه هم انګلیستان او ټونس سره درلوده او تونس د خپل سیال پر وړاندې ماته وخوړه او لوبه یې ۲ـ۱ انګلیستان ته وبایلله.
ټاکل شوې ده چې د دې لوبو په دوام نندرې لوبې ترسره کېږي چې په لومړۍ کې به یې کولمبیا له جاپان سره مخامخ شي، دوهمه کې پولنډ له سینېګال او درېیمه کې هم کوربه، روسیه له مصر سره لوبه وکړي