Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سکي کلنیو سیالیو نهم پړوا په بامیانو کې ترسره شو

د سکي کلنیو سیالیو نهم پړاو، د څه باندې ۱۰۰ بهرنیو او کورنیو لوبغاړو په حضور سره د جمعې په ورځ (د کب په ۱۰ مه) په بامیانو کې ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د بامیانو، میدان وردګو او همدارنګه د امریکا، کاناډا او اسټرالیا لوبغاړو ګډون کړی وو.
افغان لوبغاړی مجتبی د سکي کلینو سیالیو د نهم پړاو اتل شو، او همدارنګه د افغانستان دوه نور لوبغاړي ظاهر او شاه اغا په ترتیب سره دویم او درېیم ځایونه خپل کړل.
په همدې حال کې بهرني لوبغاړي، په دغو سیالیو کې له ګډونه خوښ برېښي او وايي هڅه کوي چې په راتلوونکو کلونو کې به هم افغانستان ته راشي.
اسټرالیايي لوبغاړی میچوس کوفیا وايي:«موږ نن د سکي په لوبو کې له افغانانو سره ګډون وکړ، په واقعیت سره چې جالبه لوبه وه او له هغو مو خوند واخیست. دلته ځينې نور کسان هم شته چې غواړي بیا هم دلته راشي.»
امریکايي لوبغاړې ایلن ګلن په دې اړه وايي:«دا یوه ستره ورځ ده . زه یوه اوونۍ مخکې افغانستان ته راغلم، او موږ دلته هره ورځ دلته سکي کوو او نن دلته سیالي وه او ډېره په زړه پورې وه.»
د دغو سیالیو ترڅنګ، بامیان د پنجشنبې په ورځ (د کب په ۹ مه ) د نجونو او همدارنګه د لرګي په واسطه د هلکانو سکي (سنتي سکي) د پنځم پړاو سیالیو کوربه وو.

په دغو سیالیو کې څه باندې ۸۰ لوبغاړو د بامیانو او میدان وردګو ولایتونو او ۲۰ لوبغاړو هم له امریکا، کاناډا او اسټرالیا څخهډون کړی وو.

شریک یي کړئ