Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د غوره لیګ سیالیو دوام؛ توپان هریردو درېیمه لوبه هم وګټله

د افغانستان د فوټبال غوره‎لیګ د اتم پړاو سیالیو په دریېمه اوونۍ کې، تېره شپه (پنجشنبې د وږي په ۱۴مه) د توپان هریردو او میوند اتلان د لوبې ډګر ته ور ودانګل.

لوبه د میوند اتلانو له غوره‎والي سره پيل شوه او د دغې لوبډلې لوبغاړو، څو ښه موقعیتونه ترلاسه کړل او د لوبې په شپږمه دقیقه کې، په تېروتنې سره خپله دروازه پرانیسته.

د لوبې په اوږدو کې، د توپان هریرود لوبغاړو هم د ښه ځلېدو هڅې پيل کولې خو د لوبې په ۲۷مه دقیقه کې د میوند اتلانو په ګټه د پینالتي ضربه ترلاسه شوه چې معروف محمدي دا پینالتي په ګول بدل کړ او لوبه مساوي شوه.

د لوبې لومړۍ نمايي د قانوني وقت په وروستیو دقیقو کې فرهاد عادل د خپلې لوبډلې توپان هریردو لپاره ګول وواهه او لوبه په لومړۍ نیمايي کې ۱-۲ د دغې لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

دویمه نیمايي توپان هریرود لوبغاړو توند پیل کړه او وتوانېدل چې د لوبې په ۷۶ دقیقه کې د حسیب‎الله احدي په واسطه درېیم ګول ترلاسه کړي.

د لوبې په اوږدو کې دواړه لوبغاړو ښه موقعیتونه ترلاسه کړل، خو ونه توانېدل چې له هغو استفاده وکړي، خو دا توپان هریرود لوبډله وه چې د اضافي وختونو په څلورمه دقیقه کېو د رحمت‎الله خیرخواه په واسطه بل ګول ترلاسه کړ.

د لوبې په پای کې توپان هریردو میوند اتلانو ته د ۱-۴ په وړاندې ماته ورکړه.

توپان هریردو تراوسه خپلې درې واړه لوبې ګټلې دي.

ټاکل شوې ده چې نن جمعه (د وږي په ۱۵مه) د درېیمې اوونۍ په وروستۍ لوبه کې، د شاهین اسمايي او د اباسین څپې سره بخت وازمايي.

شریک یي کړئ