Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د فوټبال دوستانه سیالۍ لپاره د افغانستان او فلسطین چمتووالی

د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ له لوبې څخه مخکې د افغانستان او فلسطین فوټبال لوبډلې روزونکي او لوبډلمشران په یوې خبري غونډه کې راڅرګند شول.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزونکی انوش دستګیر وايي، لوبډله سیالۍ ته چمتو ده.

انوش دستګیر وویل:«فلسطین هغه لوبډل ده چې په خپلو تېرو ۲۰ لوبو کې یوازې پنځه لوبې بایللې دي او نورې لوبې یې ګټلې دي، خو د کیفیت له پلوه زموږ لوبډله هم چمتو ده.»

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې لوبډلمشر فیصل شایسته هم څرګنده کړه:«هڅه کو چې سبا هر څه په وس کې لرو ترسره کړو ترڅو د لوبې ګټونکي شو.»

د فلسطین د فوټبال لوبډلې روزونکی هم وايي چې لوبغاړي یې چمتو دي او دا لوبه به د دواړو هېوادونو د اړیکو په پیاوړتیا ښه اغېز وکړی.

د فلسطین د فوټبال لوبډلې روزونکی نورالدین اولدلي څرګندوي:« د افغانستان د فوټبال لوبډلې روزنکی ځوان دی؛ یقیناً چې هغه به د ښې پایلې په لټه کې وي او زموږ لوبغاړي هم چمتو دي.»

د فلسطین د فوټبال ملي لوبډلې لوبډلمشر عبدالله جبار زیاته کړه:« موږ په خپل هېواد کې په مصنوعي چمن کې لوبه کوو او له دې امله دی چې دا لوبه په مصنوعي چمن کې ترسره کېږي زموږ لپاره سخته نه ده.»

دواړه لوبډلې تر دې وړاندې دوه ځله د ۲۰۱۰ کال نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې لوبو مخامخ شوې وې او رښتیا یو وار په ۲۰۱۴ کال هم اسیا چلنج جام سیالیو کې افغانستان له فلسطین سره زور ازمایلی وه، خو درې واړه لوبې فلسطین ګټلې وې.

شریک یي کړئ