د فوټپال د ملي لوبډلې غړي له ځينو اروپايي لوبډلو او ازبکستان او ترکمنستان لوبډلو سره د لوبو د تیاري په موخه ترکیه کې تمرینات کوي.
دا تمرینونه چې تېره ورځ پیل شوي، د ملي لوبډلې ۲۳ غړو پکې برخه اخیستې.
د افغانستان فوټبال فدراسیون مسوولین وايي چې دا تمرینونه به اوه ورځې دوام ولري.
دوی زیاتوي چې راتلونکې شنبه به افغان لوبډله د ترکيې د سپور غوره لیګ د انتالیا له لوبډلې سره دوستان لوبه ولري.