Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لاجورد لارې بایسکل ځغلوونکي ترکیې ته ورسېدل

د لاجورد لارې بایسکل ځغلوونکې ډله له یوې میاشتې مزل او څه باندې دوه زره کیلومټره لارې کچ کولو وروسته، ترکیې ته ورسېده.

دغې ډلې خپل سفر له هراته پیل او له ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان څخه په تېرېدو ځانونه یې ترکیې ته ورسول.

دغه افغان بایسکل ځغلوونکي په دې لار د هېودوالو د سولې غوښتنې پيغامونه د لاجورد لارې غړو هېوادونو ته رسولي دي.

د لاجوردو لار بایسکل چلوونې ډلې مسوول محمد صدیق جامي په دې اړه وویل:«موږ خپل دا سفر پيل کړ او دوام ورکوو او موږ په دې موده کې دغو هېوادونو ته سفر درلود او بایسکل مو ځغلوو تر یوه ډ‌ېره بریده وتوانېدو چې خپلې موخې ته ورسېږو چې د سولې او دوستۍ پيغام د دغو هېوادونو خلکو ته ورسوو.»

افغان بایسکل ځغلوونکي په لار د سیاحینو او  همدا ډول د لاجورد لارې غړو هېوادونو له تود هرکلي سره مخ شول.

سیاحت کوونکې نویل وايي:«فکر کوم ډېره ښه طرحه ده، ځکه هغه مهال چې خلک له تاسو سره چلند او خبرې کوي وايي، افغانان څومره ښه او د ملګرتیا خلک دي.»

سیاحت کوونکې لیا هم وویل:«زه ډېره هیله لرم چې یوه ورځ افغانستان ته ولاړه شم او هلته غره ته وخېژم. فکر کوم چې خلک یې ډېر د ملګرۍ دي.»

د اذربایجان اوسېدونکی فرهاد په دې اړه وویل: «زه فکر کوم چې بایسکل ځغلوونکي له دې لارې کولای شي چې نړۍ ته خپل د سولې پیغام ورسوي.»

د لاجورد لارې غړو هېواونو هڅه وکړه چې افغان بایسکل ځغلوونکي له کومې ستونزې سره مخ نه شي.

د اذربایجان د بایسکل ځغلوونې فډارسیون مرستیال فرهاد علي‌یف په دې اړه څرګنده کړه:«د اذربایجان هېواد به د سپورټ په برخه کې له افغان لوبغاړو سره هر ډول مرسته وکړي، د افغانستان په وړاندیز به له دې هېواد سره سپورټي اړیکې هم جوړې شي.»

د بایسکل ځغلوونې دا ډله د وري میاشتې په درېیمه له هرات روانه شوه. تمه ده چې دا ډله دوه زره کیلومټره واټن ووهي او خپل وروستي هدف استانبول ته ځانونه ورسوي.

د بایسکل ځغاستې دغې ډلې د وري په ۳۰مه خپل سفر له هراته پیل او له ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان څخه په تېرېدو ځانونه یې ترکیې ته ورسول.

شریک یي کړئ