Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د لومړي ځل لپاره یوه افغانه د اولمپيک نړیوالې کمټې غړې شوه

د اولمپیک نړیوالې کمېټې د خپلو نهو غړو په ټاکنو کې یوه افغانه مېرمن، سمیرا اصغري هم د غړې په توګه وټاکله.

اغلې اصغري ۲۴ کاله عمر لري او د ۲۰۱۴ زیږدیز کال راهیسې د اولمپیک نړیوالې کمېټې د لوبغاړو کمېسیون غړې ده او اوس د دې کمېټې د غړې په توګه ټاکل شوې ده.

نوموړې د میدان وردګو ولایت اصلي اوسېدونکې ده او په سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو کې یې زده کړې کړې دي.

د ټاکنو مراسم په ارجنتاین هغه ځای چې د ځوانانو اولمپيک درېیم پړاو لوبې په کې وشې، ترسره شول، کابو د ۲۰۰ هېوادونو استازو په کې ګډون کړی وو.

د هېواد اولمپیک ملي کمېټه د اولمپیک نړیوالې کمېټې د غړې په توګه د سمیرا اصغري ټاکل د افغانستان سپورټ لپاره ارزښتناکه بولي.

اغلې اصغري مخکې له دې د اولمپیک نړیوالې شورا افتخاري غرېتوب درلود. د اولمپیک په نړیوالې کمېټه کې د مېرمن اصغري غړیتوب په اولمپیکي لوبو کې د افغانستان د ۸۲ کلن حضور په لړ کې بې مخیني لاسته راوړنه بلل کېږي.

آغلې اصغري په لومړنۍ ښوونځي کې د فوټبال لوبډلې غړې پاتې شوې ده او وروسته د منځني ښوونځي پرمهال د هېواد د بسکټبال ملي لوبډلې لوبډلمشره وه.

نوموړې د بسکټبال فډ‌راسیون او د هېواد اولمپیک ملي کمېټې لخوا د هېواد باسکټبال ملي لوبډلې غړېتوب ترلاسه کړ.

هغه د بسکټبال فډراسیون او د هېواد د اولمپیک ملي کمېټې لخوا د افغانستان د بسکټبال د ملي لوبډلې د روزنکې په توګه وګمارل شوه.

د هېواد بسکتبال ملي لوبډلې لوبغاړې، سمیرا اصغري د نهو نوماندانو له ډلې چې دوه یي اسیایان وو، وتوانېده چې د ۷۷ رایو په ترلاسه کولو د المپیک نړیوالې کمېټې غړیتوب ترلاسه کړي

شریک یي کړئ