Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نجونو د تکواندو د غوراوي اتم پړاو سیالۍ پیل شوې

د ښځینه تکواندکارانو د سیالیو اتم پړان نن(سې‎شنبې د وري په ۲۷مه نېټه) د هېواد د تکواندوفدراسیون په مرکز تلار کې پیل شو.

دا سیالۍ به دوې ورځې دوام وکړي چې د لویانو په برخه کې به ۳۲ او د تنکیو ځوانانو په برخه کې ۴۰ تنه د هېواد د تکواندو ملي لوبډلې ته لار پیدا کړي.

د نجونو د تکواندو د غوراوي په اتم پړاو سیالیو کې د تنکیو ځوانانو او لویانو په برخو کې د هرات، فراه، بامیانو، دایکندي ولایتونو او په ایران کې د میشتو افغان کډوالو د یوې لوبډلې او د کابل د څلورو لوبډلو په ګډون تر سلو زیاتو ښځینه لوبغاړو ګډون کړی دی.

د دغو سیالیو د ترسره کیدو موخه د هېواد د نجونو د تکواندو ملي لوبډلې ته د غوره څيرو ورپيژندل دي.

په دې لړ کې مریم عبداللهي چې د ایران په مشهد ښار کې د افغان کډوالو د تکواندو د لوبډلې غړیتوب لري په دغو سیالیو کې ګډون کړی دی او وایي چې د تکواندو د ملي لوبډلې د غړیتوب د خپلولو لپاره یې لنډ تمرینونه ترسره کړي دي.

سمیرا احمدي چې په دغو سیالیو کې د دایکندي ولایت په استازیتوب ګډون کړی دی وایي چې د ډیرو کمو امکاناتو په لرلو سره د هېواد د ملي لوبډلې د غړیتوب د خپلولو لپاره سیالي کوي‎.

دغه سیالۍ به دوه ورځې روانې وي چې په پای کې به یې د لویانو په برخه کې دوه دیرش لوبغاړې او د تنکیو ځوانانو په برخه کې څلویښت لوبغاړې د ملي لوبډلې غړېتوب خپل کړي.
 
د دغو سیالیو د ترسره کیدو موخه د هېواد د نجونو د تکواندو ملي لوبډلې ته د غوره څيرو ورپيژندل دي

شریک یي کړئ