Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد د فوټبال غوره لیګ د تمویل لپاره د حکومت ژمنه

حکومت ژمنه کړې چې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ به تمویلوي.

د مالیې وزارت ویاند وایي، په دې اړه خبرې شوې او ټاکل شوې ده چې حکومت د دغه لیګ مالي ملاتړ وکړي.

د مالیې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیم زي وویل:«موږ د افغانستان غوره لیګ سیالۍ په افغانستان کې د فوټبال د ودې او پیاوړتیا په موخه د دولتي شرکتونو او هغه امکانات چې د افغانستان په ملي بودیجه کې لرو تمویل وو.»

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د فوټبال له غوره لیګ څخه یو شمېر شرکتونو او خصوصي بنسټونو ملاتړ کړی وه، خو اوس خصوصي برخې چې د تبلیغاتو په بدل کې یې د هېواد له غوره لیګ څخه مالي ملاتړ کاوه له دې ملاتړه یې ډډه کړې ده.

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ کمېشنر شفیق گوهري په دې اړه څرګنده کړه:«له بده مرغه په درې وروستیو کلونو کې چې اقتصادي ځوړ رامنځته شوی او اقتصادي وضعیت ښه نه دی او خصوصي شرکتونه چې له یوه لیګ څخه یې ملاتړ کاوه مالي وس یې نه درلود چې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.»

دې مسلې د هیواد غوره لیګ له مالي ستونزو سره مخامخ کړ.

هغه هم په داسې وضعیت کې چې د هېواد د فوټبال د غوره لیګ سیالیو اووم پړاو په پیلېدو دی او همداراز په پلازمېني او ولایتونو کې د غوره لیګ لوبډلو د غوراوي لوبې روانې دي.

ښاغلي ګوهري زیاته کړه:«دولتي شرکتونه او ښايي هم ځينې غیر دولتي شرکتونه وکړای شي هغه لګښتونه چې غوره لیګ ورته اړتیا لري د تمویلونکي په توګه داخل شي او د دولت بودیجې ته هېڅ اړتیا ونه شي. خو د مالیې وزیر ژمنه دا ده که‎چېرې موږ له کمبود سره مخ شوو وروسته دولت د بدني روزنې ریاست له لارې چې په افغانستان کې د سپورټي پالیسیو د پرمخ بیولو مسوول دی له هغې لارې له موږ سره مرسته کوي.»

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اوه کاله مخکې رامنځته شو او افغانستان له دې لارې په هېواد کې د فوټبال د مسلکي کېدو په لور ګام پورته کړ او همداراز یې هېوادوالو ته خوښي او د تفریح شرایط برابر کړل.

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ په هېواد کې د جګړو او ناخوالو په لړ کې د خوښیو په لور کړکۍ پرانیستې ده.

شریک یي کړئ