Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مریم ممتاز؛ دوه ویشت کلنه پېغله، چې تورې وهونکې روزي!

مریم ممتاز د هېواد د ښځينه تورزنو د ملي لوبډلې روزونکې ده، نوموړې په ۱۳۷۴ کال کې کابل کې زیږدلې، خو اصلي ټاټوبی یې د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالي ده.

نوموړې د ښوونځي له دورې له سپورټ سره ډېره مینه درولوده او هلته د بسکتبال د لوبډلې غړې وه. له هغه ځایه انفرادي لوبو ته د مریم لیوالتیا زیاته وه، نو له همدې کبله یې توروهلو ته مخه وکړه څو افغانستان کې لومړۍ تورزنه جلۍ ووسي.

مریم وايي:«زما سپورټي نړۍ لوړې ژورې درلودې. زموږ فرهنګ بېل دی، نو کله چې مې لومړی پیل وکړ خلکو ته نا اشنا لوبه وه او له همدې کبله یې په درنه سترګه زموږ دې سپورټ ته نه کتل.»

لوبې سره د نوموړې ډېره مینه لامل شوه چې ډېر ژر پرمختګ وکړي او د هېواد د ښځينه تورزنو ښځو د لوبډلې مسوولیت ورکړل شي.

په داسې حال کې چې مریم په خپله لومړۍ لوبه کې درېیم مقام خپل کړی وو، خو وروستیو کې یې لومړی مقام هم خپل کړ.

هغې په تورزنۍ کې د ښځينه استعدادونو موندنو لوبو، د المپیک لخوا د شهید اوونۍ په ویاړ، د ښځو ورځې په ویاړ او د تورزنۍ نړیوالې ورځې په ویاړ لوبو کې ګډون کړی دی.

د هېواد نارینه‎و د تورزنۍ د ملي لوبډلې روزونکی، یقین حقیقت وايي:«مریم جانه خپلو هڅو او تمرین ته ژمنه ده. نظم او دیسپلین یې سم دی، رزونکی کولی شي ورته سم مهال ویش جوړ کړی.»

د تورزنۍ لوبډلې غړې، فریحه علي‎زاده وايي:«مریم ډېره فعاله او زحمت ایستونکې جلۍ ده چې په خپلو فایتونو کې لومړی مقام لري، ډېره لایقه او با احساسه جلۍ ده.»

مریم خپل لومړۍ بهرنۍ لوبه په روسیه کې د نړۍ سپورټ ځوانو مشرانو کنفرانس کې وکړه.

نوموړې تورزني د خپل ژوند تر ټولو لویه موخه بولي. هغه زیاتوي:«هیله لرم د داسې ورځې شاهده ووسم چې زرګونه نورې ښځې هم د تورزنۍ لوبډلې غړې ووسي او هېواد ته اتلولۍ راوړی.»

د هېواد د تورزنۍ ملي لوبډلې غړې، مقدس څرګندوي:«د مریم یو عادت مې ډېر خوښ دی، کله چې کومه خبره کوی نو هغه عملي کوي.»

مریم ممتاز د خپلو بریاوو لامل خپله کورنۍ او استادان بولي.

مریم سپورټ ترڅنګ په یوې رسنۍ کې د ویاندې په توګه دنده ترسره کوي او همداراز د ژونالیزم پوهنځي محصله ده

شریک یي کړئ