اسیايي اولمپیک لوبې چې ټاکل شوې اوه ورځې وروسته د اندونیزیا په پلازمېنې، چاکارتا کې پیل شي، د وزن پورته کولو دوه افغان لوبغاړي هم ورته چمتووالی نیول او په کې ګډون کوي.
میرویس رازقي او ذبیر نظري به په دې لوبو کې د افغانستان استازیتوب وکړي.
دوی وايي چې د اسیايي اولمپیک لوبو ته یې د درېیو میاشتو راهیسې چمتووالی نیولی دی.
میرویس رازقي څرګندوي: «درې میاشتې کېږي چې د اسیايي اولمپیک لوبو ته چې ټاکل شوې ده په جاکارتا کې ترسره شي پر چمتووالي بوخت یوو او د خلکو دعا په هیله انشاالله ښه پایله به خپله کړو.»
همداراز پاورلفټینګ (وزن پورته کولو) بل لوبغاړی، ذبیر نظرزیاتوي:«د ۷۷ کیلو ګرامو په وزن کې اولمپیک لوبو ته مو ډېر چمتووالی نیولی دی.»
په همدې حال کې د افغانستان د وزن پورته کولو لوبډلې روزونکی، میرعبدالغفور رسولي وايي اسیايي لوبو کې ګډون کوونکو لوبغاړو ۹۰ سلنه چمتووالی نیولی دی.
ښاغلی رسولي زیاتوي: «دا دوه لوبغاړي د هېواد د درې رنګه بیرغ رپوولو لپاره هڅه کوي تر څو اسیايي لوبو کې ځان په ځواک سره څرګند کړي.»
د ۲۰۱۸ کال د اسیايي اولمپیک لوبې د روانې اګسټ میاشتې په ۱۸مه پیلېږي چې د سپټمبر تر دوهمې به دوام وکړي. دې لوبو کې له ۴۶ هېوادونو څخه لوبغاړي ګډون کوي چې له افغانستان څخه هم په ۱۶ څانګو کې ۸۰ لوبغاړو ګډون کړی دی.