Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد ویلچربسکټبال لوبډلې سوریې او لبنان ته ماتې ورکړه

د هېواد د ویلچربسکټبال لوبډلې د جمعې په ورځ (د لیندۍ په ۹ مه) د دغې سپورټي څانګې په نړیوالیو سیالیو کې چې لبنان کې ترسره کېږي په خپله درېیمه لوبه کې ۵۱ پر ۲۱ سوریې ته ماته ورکړه.

د هېواد ملي لوبډله په خپله څلورمه لوبه کې وتوانېده چې کوربه لبنان هېواد ته هم ماتې ورکړي او لوبه د ۶۱ پر ۱۲ پایلې سره په خپله ګټه پای ته ورسوي.

ټاکل شوې ده چې د هېواد ویلچربسکټبال لوبډله نن (د لیندۍ په ۱۰ مه) د دغو سیالیو په پای لوبه کې له سوریې سره لوبه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد ملي لوبډلې د دغو سیالیو په لړ کې خپلې لومړۍ لوبه کې د ۶۰ پر ۴۸ پایلې سره عراق ته هم ماته ورکړې ده.

د ویلچربسکټبال نړیوالۍ سیالۍ، تېره ورځ په لبنان کې د پنځو هېوادونو له ګډون سره پيل او تر یوې اوونۍ پورې به دوام ولري.

شریک یي کړئ