د هېواد د ښځینهو فوټبال ملي لوبډله د اسیا مرکز زون سیالیو کې د ګډون په موخه نن(دوشنبې د لړم په ۲۸مه نېټه) ازبکستان ته ولاړه.
ټاکل شوې د افغانستان، ایران، ازبکستان، تاجکستان او قرغزستان لوبډلې به سره لوبې وکړي.
په دې لوبو کې د افغانستان د لوبډلې مشري، علي جواد عطايي کوي.
مخکې له دې امريکايي روزونکو د افغانستان د ښځينهو فوټبال لوبدلې ته روزنه ورکوله، خو په لوبو کې يې ښې لاسته راوړنې نه درلودې.
د اسیا مرکز زون سیالۍ روانې زیږدیزې میاشتې په ۲۳مه نېټه د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې پيلیږي او د ډسمبر میاشتې تر لومړۍ نیټې به دوام وکړي.